زرګونه مسافرین له سکریننګ پرته افغانستان ته را واوښتل

د تورخم ښاروال وایي، د تورخم له لارې زرګونه مسافرین له دخولي، خروجي او سکریننګ پرته افغانستان ته را واوښتل.

د دغه ښارګوټي ښاروال راحت ګل زیارمل افغان وایي، پرون یې دا پېشبیني درلودله، چې پاکستانی اړخ به نن ورځ په زرګونو مسافرین په یوه ځل راپرېږدي او قصداً به د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي پروسه ننګوي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه اندېښنه یې وار له مخې، د ننګرهار له والي شاه محمود میاخېل او د افغانستان له جمهوري ریاست سره شریکه کړې ده.

زیارمل افغان وایي، نن سهار له پورې غاړې له اتو نه تر لسو زرو مسافرینو یو وار هجوم راووړ، نه ورته پاکستانیانو په پاسپورټ کې خروجي ووهله او نه هم افغان حکومت د پاسپورټ څانګې ورته دخولي ټاپه ووهلی شوه.

زیارمل زیاتوي داخلي مافیا او ځینې حکومتي زورواکي له پاکستان سره په یوه کرښه اوږه په اوږه د دې مظلوم وطن د نړولو لپاره کار کوي.