زرین خان غواړي چې نور فلمونو کې د نمایش پر ځای مهم کردارونه ولوبوي

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکاره زرین خان وايي، چې نور غواړي په فلمونو کې معنادار کردارونه ولوبوي او یوازې د نمایش په توګه په فلمونو کې راڅرګنده نه شي.

د زرین خان وروستی فلم (هم بهي اکیلی تم بهي اکیلی) په نوم خپور شوی دی او هغه هیله منه ده، چې له دې وروسته به ورته همداسې معنادار او مهم کردارونه ورکړل شوي.

هغه وايي، نور نه غواړي چې په فلمونو کې داسې کردارونه ولوبوي، چې فقط د هغې مېکپ، ښکلا او بېباکي پکې ښکاره کړای شي او نور هېڅ معنا ونه لري.

زرین خان وايي، ځینو نورو داسې کردارونو په اړه یې هم خبرې روانې دي، چې ښايي مینه وال یې ډېر خوښ کړي او د (هم بهي اکیلی اور تم بهي اکیلی) نه وروسته به مې خلک ډېر په بدلو کردارونو کې وویني.

د یادولو وړ ده چې زرین خان په لومړي ځل د سلمان خان سره په (ویر) فلم کې په ۲۰۱۰ کال کې کر کړی و، خو هغه بیا له سلمان خان سره په یو فلم کې د نڅا کولو له امله ډېره مشهوره شوه.

 

زرین خان که یو خواته د کترینه کیف هم څیره ګڼل کېدله، نو بلخوا د هغې د زیات وزن له امله هم پرې خلکو نیوکې کولې، هغه په یو شمېر کامیابو فلمونو کې هم کار کړی دی.

کاپي…