زلمي خليلزاد د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل

د تاجکستان جمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې ددغه هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لېدنه کړې.

خبر پاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې رحمان خلیلزاد ته ویلي، چې دواړه هېوادونه په ګډو هڅو کولای شي د سولې، ثبات او پر مختګ د تامین لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

خبر پاڼه کې دا هم راغلي، چې په دې کتنه کې د تاجکستان او افغانستان د پولو د خونديتوب او پياوړتيا پر مسایلو، د ترورېزم پر ضد د مبارزې پر هڅو، سخت دريځۍ او مخدره موادو د قاچاق پر موضوع هم خبرې وشوې