زلمي خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پرافغانستان خبرې کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر سره د افغانستان پر سیاسي او امنیتي وضیعت خبرې کړي دي .

خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د شنبې په ورځ دواړو پردې خبرې کړي ، څو په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ ژر تر ژره پای ته ورسیږي ، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو له لوري د بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه شي ، تاوتریخوالی کم شي او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

خلیلزاد همدا راز له اس جې شنکر سره افغانستان کې د سیاسي کړ کیچ د پای ته رسولو لپاره د یوه پراخ بنسټه حکومت پر تشکیل هم خبرې کړي دي .