زلمي خلېلزاد د افغان سولې لپاره ۳ هېوادونو ته سفرونه پیل کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو سفرونو د لړۍ په دوام پرون جمعه دوحې، اسلام اباد او کابل ته سفرونه پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د خلیلزاد د سفر اصلي تمرکز به د افغان لورو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو د عملي اقدماتو د توافق تر لاسه کولو په اړه وي.

دغې وزارت ویلي، خلیلزاد به له ښکېلو لورو سره د امریکا او طالبانو د سولې تړون او امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي چې په وینا یې دا به په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي کمېدو او بندیانو ازادولو په اړه وي.

زلمي خلیلزاد تر دې مخکې د تیرې مې میاشتې پر ۱۸ هم قطر او افغانستان ته د افغان سولې په اړه سفر پیل کړی و.

که څه هم تر دامهاله له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو پیلېدو مشخصه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو عبدالله عبدالله تیره اونۍ وویل چې د افغان حکومت مذاکراتي ټېم هر وخت د خبرو پیلېدو لپاره چمتو دی.