زلمکيان څرنګه روزلی شو؟

لیکنه: فریبا پسرلی

د ماشومانو روزل او پالل په هره ټولنه کې اسانه نه دي. خو ما چې له خپلو خورلڼو سره شاوخوا خبرې کړې دي ټولې دا راته وايي چې په اروپا کې تر بل هر ځای دا کار سخت دی. دوی وايي په وطن کې ماشومان خپل خپلوان، همسایه ګان او ډېر نور خواخوږي لري. مکتب ته تګ او راتګ په خپله کوي، او ګڼ نور شیان یې داسې وي چې مور پکې مخامخ لاس نه لري. خو په اروپا کې تر ډېره حده هر څه د مور او پلار په لاس کې وي او له دوی سره نه د خپلو خپلوانو ملاتړ وي، نه د همسایه ګانو ډاډ او نه هم په نورو خواخوږو حساب کېدی شي. دلته هر څوک په خپل ژوند کې مصروف وي. په همدې دلیل مې د ځینو کتابونو لوستلو ته مخه کړه. په دې کتابونو کې د پوهنتون د یوې استادې  لېندزي مور کتاب راته جالب و.  Raising teenage boys

زه لور او زوی لرم، د دواړو روزنې او پالنې ته د دې کتاب لوستل راته ګټور و. په دې هیله چې نور هم ترې ګټه واخلي ما ترې ۱۳۰ داسې جملې راجلا کړې چې فکر کوم د ټول کتاب خلاصه ده. دا په حقیقت کې  مور او پلار ته سپارښتنې دي.

 

۱: د زلمکیانو په ژوند کې د مور او پلار تر حد ډېره مداخله او په هره لویه وړه موضوع کې ښکېلېدا مشکل جوړوي.

 

۲: په وړو وړو مسایلو ګروم نه دی پکار، لکه له کوره د زلمکي یوازې وتل یا د ښوونځي له خوا په ترتیب شویو سفرونو کې یوازې تګ.

 

۳: د کوچنیو مسایلو حل خپله دوی ته پرېږدئ.

 

۴: شاید په خبرو کې ووینئ چې هغوی قهرېږي، علت یې د دوی عمر دی او یا هم د همځولو فشارونه پرې دي.

 

۵: احساساتي چلند یې د عمر تقاضا ده.

 

۶: زلمکیان منظم نه وي او وخت ته پام نه کوي نو ورته د قهرېدلو پر ځای هڅه وکړئ تل یې ورپام کړئ.

 

۷: د دوی د جامو انتخاب شاید ناڅاپه بدل شي، خوی یې شاید شېبه په شېبه بدل شي.

 

۸: دوی شاید ډېر ګوښه ګیره شي، یوازې اوسېدل وغواړي یا له تاسو خپل کارونه پټ کړي.

 

۹: تاسو چې کومې هیلې ترې لرئ هغو ته په پام ورسره چلند وکړئ.

 

۱۰: د ماشوم روزلو ته کومه خاصه قاعده او قانون نشته.

 

۱۱: له ماشوم سره د مور او پلار تر ټولو غوره چلند د ماشوم شخصیت ته په پام انتخابېدی شي.

 

۱۲: د مور او پلار د چلند یوه بڼه دیکتاتور ډوله ده چې سخت شرایط او قوانین په ماشوم تپي، په دې حالت کې باید معلوم قوانین او حدود وي چې له هغو باید هېڅکله وانه وړو که نه نو ماشوم ته  لار نه معلومېږي.

 

۱۳: بله بڼه یې خپلواکه ده چې حدود او قوانین په کې نشته خو ماشوم پکې خپله ځان ملامتوي او نا سم کار یې وجدانآ نا ارامه کوي.

 

۱۴: دریمه بڼه یې د خورا محتاط او محافظه کار سیستم ده چې مور او پلار د ماشوم لپاره هر څه کوي.

 

۱۵: څلورمه بڼه یې د عدم مداخلې ده چې مور او پلار پکې په خپل ژوند کې بوخت وي، ماشوم ته وخت نه لري، قاعده او قانون نه وي، له ماشوم سره وخت نه تېروي، په حقیقت کې اولاد ته هېڅ توجه نه کوي او هغوی په خپله لوېږي.

 

۱۶: تر ټولو غوره بڼه د دغو څلور سرو ډولونو مجموعه یا ګډوله ده.

 

۱۷: مور او پلار باید له وخت او حالت سره سم بدل شي او په دې پوه شي چې هر ماشوم بېل دی او جلا رویه او چلند باید ورسره وشي.

 

۱۸: ماشوم چې زلمی کېږي باید د محتاط او محافظه کاره مور او پلار له حالته ورسره راووځو.

 

۱۹: هلکان او نجونې په جلا بڼه وده کوي، د دوی خویونه او عادتونه مختلف وي.

 

۲۰: اولادونو ته مو د دوی جنسیت ته په پام لوبې او سرګرمۍ مه انتخابوئ، مثلآ هلک دې فوټبال او کرېکټ کوي خو نجونې دې یې نه کوي.

 

۲۱: د خبرې اورېدو قوت تر هلکانو په نجونو کې ژر پيدا کېږي نو نجونې تر هلکانو ډېرې خبرې اوري.

 

۲۲: له فزیکي پلوه د هلک بدن تر نجلۍ ژر غټېږي.

 

۲۳: تر هلک نجونې ژر خبرې پيلوي.

 

۲۴: د زلمو په بدن او ذهن کې  لوی بدلونونه راځي نو  د مور یا پلار په توګه باید هغه چلند ورسره غوره کړئ چې د دوی له شخصیت او کرکټر سره مناسب وي.

 

۲۵: په زلمو کې لوی او ښکاره ذهني، فزیکي او رواني بدلونونه راڅرګندېږي.

 

۲۶: په هلکانو کې د مغز هغه برخه چې  یو څه پرې واردمخه پلان کړي د ۱۵ او ۱۶ کلنۍ پر وخت  وده کوي په همدې دلیل د عمر په دغه برخه کې زلمکیان غلطې پرېکړې کوي شاید سېګرېټ وڅکوي، شراب وڅښي، مخدره مواد وکاروي او یا په ناسالمو جنسي اړیکو کې ښکېل شي.

 

۲۷: د ۱۵ یا ۱۶ کلونو په عمر هلکان د ښه او بد په توپير پوهېږي خو د ډېرو مسایلو پرعواقبو او نتایجو نه پوهېږي.

 

۲۸: د زلمو  مغز شاید له مختلفو ذهني پرمختیاو سره مخامخ وي په همدې دلیل دغه عمر د ماشوم او مور او پلار تر منځ اړیکو ته تر ټولو ډېر له لوړو ژورو ډک وي.

 

۲۹: د عمر په دغه برخه کې ستاسو ماشوم په دې هڅه بوختېږي چې ځان ثابت کړي چې څوک دی، دا حالت د  ځان پېژندنې لانجه یا مشکل بللی شو.

 

۳۰: دغه عمر یوه زلمکي ته تر ټولو ډېر له روحي فشار او کړاوه ډک وي، دا هغه وخت دی چې دی نه یوازې ځان پکې پېژني بلکې د خپل تعلیم، راتلونکي ژوند، کار او ګڼو نورو مسایلو په اړه فکر او پرېکړې کوي.

 

۳۱: زلمکیان له مور او پلار سره لږ وخت له خپو همځولو او ملګرو سره ډېر وخت تېروي.

 

۳۲: زلمکیان شاید د خپل ژوند خبرې ډېرې درسره شریکې نه کړي نو پرې دردېږئ مه، هڅه وکړئ مناسب وخت پيدا کړئ چې ورسره خبرې وکړئ.

 

۳۳: د زلمکیو  رواني حالت شاید کاملآ بدل شي، مور او پلار یې شاید په ګروم اخته شي چې پر زوی یې څه وشول، خو دا نورمال حالت دی چې په دغه وخت کې سرټمبه شي او ضدي چال چلند غوره کړي.

 

۳۴: زلمکیان د خپل رنګ،  وېښتو او نورو ظاهري مسایلو په اړه فکر کوي نو ورپورې خاندئ مه بلکې کوشش وکړئ چې وایې ورئ او پرې پوه شئ.

 

۳۵: د خپل ژوند د زلمیتوب کلونو ته ستانه شئ او فکر وکړئ چې تاسو له څه حالته تېرېدئ.

 

۳۶: له زلمکیانو سره خبرې  او افهام و تفهیم اسانه کار نه دی.

 

۳۷: زلمکيان په عین وخت کې له ناروغ  پلار او مور سره خورا ډېر مهربانه او خواخوږي وي.

 

۳۸: د زلمکي زوی په اړه ستاسو تصور شاید کاملآ غلط وي، مثلآ تاسو شاید فکر وکړئ چې زوی به مو په درس کې تر سپورت یا هنري مسایلو ډېر تکړه وي خو حقیقت شاید بل څه وي نو هڅه وکړئ چې پر اولاد پوه شئ.

 

۳۹: هڅه وکړئ ځینې قوانین او حدود ورته وټاکئ او پر هغو بیا ودرېږئ.

 

۴۰:  هڅه وکړئ چې خبرې ورسره وکړئ، حدود وټاکئ، د عواقبو په اړه ورسره خبرې وکړئ چې دوی ځان ته د یوه شخصیت په سترګه وګورئ.

 

۴۱: هڅه وکړئ په ځینو شیانو سترګې پټې کړئ، په هره لویه وړه خبره کې یې مداخله مه کوئ.

 

۴۲: له خپل ماشوم سره په تماس کې اوسئ، سترګې او پام مه ترې اړوئ.

 

۴۳: له ځانه وپوښتئ چې خبرې مو د څه ډول کس سره کوئ، هغه ته د لوی بنیادم په سترګه ګورئ که د ماشوم په سترګه؟

 

۴۴: یوازې دا مهمه نه ده چې څه ورته وایاست بلکې دا لا ډېره مهمه ده چې په څه ډول خبره ورته کوئ.

 

۴۵: تل یې په غور واورئ چې دوی څه درته وايي.

 

۴۶: د لکچر ورکولو پر ځای هڅه وکړئ چې خبرې ورسره وکړئ.

 

۴۷: کله چې خبرې ورسره کوئ ښه خبره دا ده چې ټول پام مو خبرو ته وي داسې نه چې شل نور کارونه کوئ او ده سره هم خبرې کوئ، که ټول پام ده ته ورکړئ لا ښه پرې پوهېدی شي.

 

۴۸: خبرې پرې تپۍ مه بلکې هڅه وکړئ چې په طبعیي ډول خبرې راشي او پر مخ لاړې شي.

 

۴۹: څه ډول چې تاسو په خپله د زلمیتوب عمر تېر کړی هغه حالت اوس په خپل اولاد عملي کوئ، فکر پرې وکړئ چې څه درته ښه و یا له څه مو بد راتلل.

 

۵۰: د ډېرو میندو پلرونو لویه تېروتنه دا وي چې یا له خپلو اولادونو سره دیکتاتور وي او یا ډېر خواږه ملګري ، ښه حالت منځوی دی.

 

۵۱: مننه او ستاینه یې وکړه، درناوی یې وکړه او هڅه وکړه چې په خبره یې او په حالت یې ځان پوه کړې.

 

۵۲: هڅه وکړه چې وخت ورکړې، ان که د ورځې دوه دقیقې هم وي ښه دی چې خبرې ورسره وکړئ پوښتنه ترې وکړئ چې ورځ یې څرنګه وه.

 

۵۳: دا ومنه چې ماشوم مو مخ په لوېدو دی، خپلو کارونو ته یې پرېږده خو له دې مه ډارېږه چې د ملګرو په اړه یې وپوښتې او دا معلومه کړې چې له چا سره ګرځي او چیرې ځي.

 

۵۴: زلمي اولادونه مو تل په نا ویلي ډول غواړي چې تاسو یې کار او عمل تایید کړئ.

 

۵۵: هڅه وکړئ چې اقلآ د ورځې یو ځل په ګډه ډوډۍ سره وخورئ.

 

۵۶: په کور کې کور ګکي مه جوړوئ، هڅه وکړئ چې ټول لکه یوه کورنۍ واوسئ.

 

۵۷: د خبرو اترو بڼه مو باید واضح وي.

 

۵۸: صحت ته پام وکړئ، که تاسو خپل خواړه او اعمال هر ډول وساتئ اولاد به مو تاسو تعقیبوي.

 

۵۹:  په خبرو یې راولئ، ویې پوښتئ چې کومې اندېښنې لري، کوم خواړه یې خوښ دي.

 

۶۰: د ده د خوښې د ډوډۍ په پخولو زحمت وکاږئ.

 

۶۱: مسایلو ته یې اهمیت ورکړئ.

 

۶۲: ورسره بوخت شئ، شاید په قهر کې هغوی بدې خبرې درته وکړي، بیا بیا دغه خبرې مه وریادوئ، دا به یې لا ډېر وځوروي.

 

۶۳: دی مو تل تایید او منلو ته سترګې په لار دی.

 

۶۴: له ده سره د تماس او ملګرتیا لپاره ښه دا ده چې په ګډه د ساعت تېرئ او تفریح کارونه وکړئ.

 

۶۵: دی پرېږده چې فلم، رستورانت ، خواړه او نور شیان انتخاب کړي.

 

۶۶: د وېښتو جوړول، سودا اخیستل او نور دغه ډول کارونه په ګډه وکړئ.

 

۶۷: د دغو کارونو پر وخت لکچر مه ورکوئ.

 

۶۸: هدف باید دا وي چې ډېر وخت سره په ګډه تېر کړئ.

 

۶۹: هڅه وکړئ چې د خبرو پر وخت د ده موډ او طبعه ښه وي.

 

۷۰: د لکچر ورکولو پر ځای غوره دا ده چې دقیقه خبره ورته وشي اضافي شیان ونه ویل شي.

 

۷۱: مور او پلار باید په دې پوه شي چې خپل احساسات څرنګه کنټرول کړي.

 

۷۲: د زلمکیو احساسات نه شئ کنټرولولی خو خپل ځواب مو په واک کې دی.

 

۷۳: هلکان چې پر یوه فعالیت بوخت وي هغه وخت ښه فکر کولی شي نو که په پلي یا پیاده تګ اخته یاست دغه یې ښه موقع ده چې خبرې ورسره وکړئ.

 

۷۴: ماشوم ته مخامخ په سترګو کې د خبرو پر وخت مه ګورئ هغه ځان تهدید شوی احساسوي.

 

۷۵:  په مشاجره ، بحث او دعوو کې مه ورسره اخته کېږه.

 

۷۶: د دعوو پر وخت دا خبره مه هېروئ چې د زلمکیانو مغز لا پوره نه وي جوړ شوی نو د مشاجرو، دعوو او لانجو پر وخت دوی مسایل هغسې نه اخلي چې پکار دي.

 

۷۷: له زلمکیانو سره د دعوو لپاره د وخت او موضوع په انتخاب کې دقت وکړئ.

 

۷۸: مسایل ساده وساتئ.

 

۷۹: د خبرو لپاره غوره دا ده چې بل کار مه ورسره کوئ، ارام واوسئ، مخامخ یې سترګو ته لږ لږ ګورئ او داسې چلند ورسره وکړئ لکه له یوه بالغ او لوی انسان سره چې یې کوئ.

 

۸۰: په خبرو کې یې مسلسل مداخله مه کوئ.

 

۸۱: پر ځای د دې چې ورته ووایاست باید داسې ونه کړې غوره دا ده چې ورته ووایاست له دې کار وروسته څه فکر کوې چې څرنګه و؟

 

۸۲: تل له موضوع سره اوسه، له موضوع مه خارجېږه، نور مسایل او لانجې مه راوله چې دا د حل پر ځای خبره نوره هم خرابوي.

 

۸۳: له زلمکیو سره په داسې مسایلو هم  خبرو ته اړ یاست چې درته اسانه نه دي لکه جنسي اړیکي او یا عصبي ناروغۍ او مشکلات.

 

۸۴: باید د یوه بالغ انسان غوندې ورسره خبرې وکړئ او ویې پوښتئ چې تر اوسه په دې برخه کې څومره معلومات لري.

 

۸۵: د ده نظر هم ومنه او مرسته ورسره وکړه چې پر ځان اعتماد او باور پيداکړي چې په دې ډول ترې یو خپلواک یا پر ځان بسیا بالغ انسان جوړ شي.

 

۸۶: ضرور نه ده چې له هرې خبرې سره یې راضي واوسې خو مهمه دا ده چې وایې ورې او ورته قهر نه شې.

 

۸۷: د غلط فهمیو د ورکولو لپاره ځینې عمومي قوانین جوړ کړئ.

 

۸۸: دغه قوانین عملي کړئ او د وخت په تېرېدو پکې بدلون راولئ.

 

۸۹: هر زلمکی فکر کوي چې دی بالغ انسان دی.

 

۹۰: د پرېکړو د کولو ستراتیژۍ ته یې وهڅوئ چې یو پلان جوړ کړي او بېلا بېل اړخونه یې وسنجوي.

 

۹۱: د کورنۍ د مسایلو په اړه پرېکړو کې یې شریک کړئ.

 

۹۲: د ده لپاره پرېکړه تاسو مه کوئ، مثلآ کوم پوهنتون ته لاړ شي یا کوم پوهنځی ولولي، پرېږدئ چې دی خپله پلټنه وکړي تاسو د مور او پلار په توګه مرسته ورسره وکړئ او د دې پرېکړې په کولو کې ورسره بوخت شئ.

 

۹۳: د اعتیاد په برخه کې څه باید وکړئ، نن سبا یوازې مخدره مواد یا نشه نه ده چې زلمکیان پرې معتادېږي،  بلکې د خواله رسنۍ، لیکلي پيغامونه، او ان دارو درمل هم داسې دي چې زلمیان پرې معتاده کېږي.

 

۹۴: انستګرام، فېسبوک او دې ته ورته د خواله نورې رسنۍ انسان معتاده کوي او شاید په رښتیني ژوند کې ستاسو د زلمکیو  د پرمختګ مخه ونیسي.

 

۹۵: په خواله رسنیو کې ډېر وخت تېرول خطرناکه ثابتېدی شي.

 

۹۶: نن سبا ډېر زلمي د خپلو همځولو د فشار له امله په داسې درملو عادت کېږي چې ډاکټر یې باید په نخسه کې ورته ولیکي.

 

۹۷: لیکلي تیلیې فوني پيغامونه هم یو له هغو عادتونو دی چې زلمیان له رښتیني ژونده باسي

 

۹۸: د دې عادتونو د مخنیوي لپاره ځینې حل لارې شته.

 

۹۹: که فکر وکړئ چې دوی پرې معتاده شوي وار له واره اقدام وکړئ.

 

۱۰۰:  اعتیاد یې ژوند خرابولی شي.

 

۱۰۱: په ګرانښت او مینه کې یې کمی مه راولئ.

 

۱۰۲: زلمکیان حتی په هغه ښه وخت کې هم مور او پلار ته سرخوږی جوړوي.

 

۱۰۳: داسې وخت به هم راشي چې زلمکيان به مو حوصله تر حد ډېره وازمويي.

 

۱۰۴: خو بیا هم باید وروښایاست چې پر تاسو تر حد ډېر ګران دي.

 

۱۰۵: که مو ولیدل چې اولادونه مو معتاده شوي خپل چلند ورسره مه بدلوئ.

 

۱۰۶: پر ځان پام تر هر څه مهم دی، اعتیاد کومه دوا نه لري بلکې پر ځان پرله پسې پام به مرسته ورسره وکړي.

 

۱۰۷: مور او پلار باید پر ځان هم پام وکړي چې له دغو شرایطو سره بیا مقابله وکړای شي.

 

۱۰۸: قهر یوازې او یوازې قهر زېږوي.

 

۱۰۹:  د بالغ انسان غوندې واوسه او مه قهرېږه.

 

۱۱۰: د خبرې اورېدلو کې تکړه شه، خبرې ورسره وکړه خو لکچر مه ورکوه.

 

۱۱۱: د خبرو اترو یوه سالمه فضا پيدا کړه.

 

۱۱۲: د اې ډي ایچ ډي ( د توجو نشتوالی او تر حد د اوښتي مستۍ حالت ) نخښې ومومئ او حل لارو باندې یې غور وکړئ.

 

۱۱۳: ایا ماشوم مو ژر توجه له لاسه ورکوئ؟

 

۱۱۴: ایا پر یوه ځای ټېکه نه شي کولی؟

 

۱۱۵: ایا تل ناکراره وي؟

 

۱۱۶: ایا  منظم نه دی؟

 

۱۱۷: ایا تل ناڅاپي قهرېږي؟

 

۱۱۸: که دغه نخښې لري د اې ډي ایچ ډي پر حالت اخته دی په داسې حالت کې د تېر وخت خبرې ورسره مه کوئ او تل هڅه وکړئ چې پر شته حالت او موضوع ورسره وغږېږئ.

 

۱۱۹:  دا مه ورته وایاست چې ما خو پخوا هم درته ویلي و بلکې اوسنئ موضوع یادوئ او ورته ووایاست چې اوس یې څه ناسم کړي دي.

 

۱۲۰: ډارول، امر پرې کول، ګواښل او یا لکچر ورکول ماشوم د کوم کار لپاره نه هڅوي.

 

۱۲۱: د هڅولو لپاره غوره دا ده چې د زلمکي کار ته د ارزښت په سترګه وګورو، د پیسو ټولولو کار ته یې تشویق کړو چې بیا ځان ته یو څه پرې واخلي.

 

۱۲۲: یوه کار ته یې وهڅوئ او یا یې واورئ چې څه وايي، دا مه ورته وایاست چې ما خو درته ویل چې داسې مه کوه.

 

۱۲۳: د زلمکیانو په ژوند کې ډېرې خبرې روانې وي نو په همدې دلیل ډېر کله خبرې هېروي چې څه مو ورته ویلي و ښه خبره دا ده چې په بیا بیا یې ورپه زړه کړئ

 

۱۲۴: د نظم په اهمیت یې پوه کړئ چې په ژوند کې به یې څومره په ګټه تمام شي.

 

۱۲۵: داسې هدف ورته وټاکئ چې د کولو وړ وي ، د هغو په ترسره کولو کې مرسته ورسره وکړئ.

 

۱۲۶: د انعام سیستم ورته جوړ کړئ، ضرور نه دی چې پیسې ورکړئ، شاید ورته ووایاست چې که دغه کار دې وکړ یو ساعت تلویزیون کتلی شې، یا دباندې یو ساعت ډېر تېرولی شې.

 

۱۲۷: دا خبره یقیني کړئ چې څه کوي له هغه خوند واخلي.

 

۱۲۸: د ښه کار لپاره د ماشوم هڅول د مور او پلار وظیفه ده، که یې عادت شو بیا به د مور او پلار هڅونو ته اړتیا ونه ویني.

 

۱۲۹: ځینې ماشومان پیدایشي  خپلواک وي هر کار په خپله کوي ځینې بیا داسې نه وي ویې پېژنئ او مرسته ورسره وکړئ چې په خپلو پښو ودرېږي.

 

۱۳۰: په خپلو پښو د درېدلو لار دا ده چې مینه ورسره وکړئ او هغوی باوري کړئ چې پر تاسو ګران دي، دا به یې وهڅوي چې له کوره دباندې د یوه خپلواک بالغ انسان په توګه ژوند وکړي.