زلمی خلیلزاد وايي د کابل او ننګرهار بریدونه د داعش خراسان ډلې کړي

په داسې حال کې چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د خپلې رسمي فیسبوک پاڼې له لارې ادعا کړې ده چې، په کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه طالبانو کړي دي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا په تازه ټویټونو کې د صالح د ادعا خلاف ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د حکومت ارزونې او شواهد ښیي چې وروستيو دواړو بریدونو کې طالبان لاس نه لري او دواړه بریدونه د افغان سولې بهیر د سبوتاژ په موخه د داعش د خراسان ډلې کړي دي.دا په داسې حال کې ده چې دغه بریدونو سره هممهاله طالبانو هم بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړي وو.