زلمی خلیلزاد وایي د سولې خبرو لپاره دې بندیان خوشې شي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله رسمي ټوېټر پاڼه لیکلي، د دې وخت را رسېدلی چې افغان حکومت او طالبان د یو بل د بندیانو د خوشې کولو پیل وکړي.

خلیلزاد لیکلي، چې د بندیانو خوشې کول د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ توافق کې شامله برخه ده؛ خو تر دې دمه کوم بندي نه دی خوشی شوی.

د هغه په خبره افغان حکومت او وسله وال طالبان باید د بندیانو خوشې کولو برخه کې لومړني ګامونه واخلي او د دواړو خواوو غونډو کې به دی خپله حاضر وي.

نوموړي د بندیانو د ژر تبادلې خبره د کرونا ویروس له امله هم جدي یاده کړې ده.

بل پلو وسله والو طالبانو ویلي، چې د کرونا ویروس د تهدید له امله دوی خپل بریدونه کمولی شي.