زما دعا ولې نه قبلیږي؟

زما دعا ولې نه قبلیږي؟ کله چې مسلمان په دنیا کې کوم حاجت ولري او یا په کومې ستونزې او مشکلاتو کې راګیر شي، نو له خپل خالق څخه د خپلو ستونزو د حل او حاجت پوره کولو لپاره دعا کوي.

خو بدبختانه به ووایو چې ځینې داسې مسلمانان هم پیدا کیږي چې د خپل پاک رب دعا غواړي خو بیا شکایت هم کوي چې یاالله زما دعا ولې نه قبلیږي؟ او همداسې نااُمیده شي چې بلاخره بیا هیڅکله د دعا کولو ته زړه نه ښه کوي.

خو نه داسې نه ده چې زما دعا ولې نه قبلیږي؟ ځکه الله سبحانه وتعالی هیڅکله د خپل بنده دعا نه ردوي. هغه ځکه چې کیدای شي پر دغه انسان یو آفت او سختي راځي خو دغه انسان پرې نه پوهیږي هغه ورته له مینځه وړي یا یې ابدي دنیا (آخرت) ته ساتي او یا یې هغه وخت د قبلیدو نه وي. کله چې یو مسلمان ته په آخرت کې دعا په کار شي نو دغه انسان به ووایي چې کاش زما ټولې دعاوې په هغه دنیا کې نه وای قبولې شوې. او ټولې آخرت ته پاتې شوې وای. ځکه انسان خو په  خپل شر او خیر نه پوهیږي.

مسلمانانو ورونو او خویندو راځې چې څومره کولای شو څپل رب ته په اخلاص د دعا لاسونه لپه کړو، ان شاءالله چې حتماً به قبلیږي څکه هغه پاک او سپیڅلی ذات غفور او رحیم دی.

دا هم درسره ولولئ: لمانځه ته د ماشومانو هڅونه؛ څو لارښوونې!

لیکنه: سید نظیر سادات