زموږ ادبیات ولې لوستونکي نه لري؟

لیکنه :  شبیراحمد سلیمي

دا ډېره مهمه پوښتنه کېدی شي، چې زموږ تخلیقي ادب ولې څوک نه لولي. د دې پوښتنې ښایي ګڼ شمېر ځوابونه وي، خو زموږ په ادب کې ځینې داسې لوی لاملونه شته؛ چې د ادب لوستونکي یې کم کړي دي. موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو، چې هلته د سواد فقر دی. که څوک مو دې لوړو زده کړو تکل وکړي، دا ذهنیت زموږ په ټولنه کې عام دی، چې په ادبیاتو لوستلو او کار کولو کې زموږ مالي او دا ډول نورې ګټې نشته. دا هغه وروسته پاتې ذهنیت دی، چې کله په ټولنو کې عام شي، بیا نو که هغه هر مسلک وي، ویجاړ شي او له کار کولو ورته د خلکو تمه پرې شي. دا هم یو لوی لامل دی، چې زموږ تخلیقي ادبیات ډېر لوستونکي نه لري، ځکه دا ذهنیت عام شوی دی، چې د دې لوست او ایجاد موږ ته کومه ګټه نه شي رسولی. پکار ده، چې زموږ ادبپوهان دې ته ځواب ومومي، چې د ادبیاتو ایجاد او لوست له موږ سره د ژوند په کومو برخو کې مرسته کولی شي او ادبیات موږ ته د لوست په مقابل کې څه راکوي؟ کله چې د لوستونکو دا پوښتنې حل شي، بیا نو د ادب مینوال په ښي اړخ را پاڅېږي، د ادبیاتو ایجاد او لوستو ته مخه کړي.

یو بل اصلي او اساسي لامل دا دی، چې زموږ په ادبي تیورۍ کې د رښتینې تیورۍ د ایجاد هڅه هېڅ چا نه ده کړې. موږ د تخلیقي ادب د تیورۍ برخه ډېره خواره ده، ځکه د تخلیقي ادبیاتو لپاره د لوستونکو له کمښت سره مخ یو. کله چې د ادبي تیورۍ د لیکلو هڅه کېږي د لیکوال ډېر تمرکز په دې دی، چې لنډه کیسه یا غزل څه وخت، د چا له خوا، په کوم ځای او څنګه رامنځته شو؟ سمه ده، چې دا د تیورۍ یو اړخ کېدی شي؛ خو په دې برخه کې تیوري لیکوونکو یو ډول افراط کړی دی. تیورۍ په دې بحث کوي، چې لڼده کیسه یا غزل په کوم چوکاټ کې څنګه ولیکل شي؟ عموما تیورۍ په تخینکي چارو بحث کوي. خو که زموږ د پښتو ژبې تیوري لیکوونکي د پیدایښت په اړه دومره پراخ بحث کوي چې زموږ د تیورۍ کتابونه ترې ډک دي، په دې ولې باید بحث ونه شي؛ چې لنډه کیسه یا غزل موږ ته څه راکوي؟ موږ د لنډې کیسې، غزل یا هم بل هر ډول ژانر له لوستلو څه ګټه تر لاسه کولی شو؟ کومه برخه چې ما دلته ذکر کړه، که په تیورۍ کې نه راځي بیا نو د غزل او لنډې کیسې پیدایښت او لومړی ځل لیکلو برخه هم په تیورۍ کې راوستل ستونزمن کار دی. هله به زموږ د ادب لوستونکي ډېر شي، چې په دې بحث وشي، چې لنډه کیسه او یا بل هر نثري او نظمي ژانر موږ ته څه راکوي؟

موږ له لنډې کیسې څه اخیستی شو؟ دا هغه پوښتنې دي، چې په ځواب موندلو سره به په ټولنه کې ادب وغوړېږي او مینوال به یې د ایجاد او لوستلو هڅه وکړي. کله چې انسان په یو څه نه پوهېږي، له ګټې او زیان یې هم ناخبره وي. خو کله چې پوه شي، چې دا شی ما یا هم ټولنې ته دا ګټه رسولی شي نو هله وي، چې درک شوي مسلکونه پرمختګ وکړي او خلک یې د پراختیا هڅې پیل کړي.