زموږ تحصيلي نظام

لیکوال :  اجمل ښکلى

جګړو زموږ د فرهنګ پر هر اړخ اغېز شيندلى او په دې کې تعليمي او تحصيلي نظام هم دى. تحصيلي نظام هم د بل هر نظام غوندې له بېلابېلو اجزاوو جوړ وي، چې له ټولګي، تدريس، څوکۍ نه نيولې تر نمرو او سنده پورې پکې ټول راځي؛ نو چې د دې نظام هر اړخ کمزورى وي، تحصيلي سيستم نيمګړى وي.

د تحصيلي نظام موخه د يوه عالم مسلکي شخص روزنه ده، چې د فرهنګ په همغه مسلکي برخه کې د وګړيو خدمت وکړي او د هېواد له پر ځان بساينې او پرمختګ سره مرسته وکړي. په رنسانس کې اروپايان متوجه شول، چې علم قوت دى؛ خو دا قوت هله موثر وي، چې له تخصص سره مل وي، چې تحصيلي نظام د همدغې موخې د ترلاسي لپاره ايجاد شوى. پخوا به يوه شخص په ډېرو برخو کې معلومات ترلاسه کول، چې افقي علم ورته وايي؛ خو څرنګه چې انسان هرې برخې ته وخت نشي ورکولاى، د دا ډول نامسلکي شخص په چارو کې نيمګړتياوې موجودې وي او د دې يو لامل دا هم دى، چې په يوه وخت په ډېرو برخو کې د ذهن بوختول علم سطحي کوي؛ مثلا: يو وترنر د انساني ناروغيو په تشخيص کې درنې تېروتنې کولاى شي.

پوښتنه دا ده، چې زموږ د تحصلي نظام ټول اجزا ګنې له يو بل سره په تعامل کې خپله دنده چې څنګه ښايي، هغسې ترسروي؟ نه؛ خو لاملونه کوم دي؟ دا د ښوونې روزنې د متخصصانو دنده ده، چې دا لاملونه ومومي. زه د يوه استاد په توګه خپلې تجربې درسره شريکولاى شم.

په افغانستان کې چې اړيکې پر علم او رشوت پر صداقت برلاسى دى، د ښه تعليمي او تحصيلي نظام خوب اوبو ته ويل کېداى شي، ځکه چې د تعليمي او تحصيلي نظام چلوونکې ادارې د واسطې او بډو ښکېل يوازنى لورى نه دي، يوازې استاد او مدير بډيخور او واسطه منونکى نه دى، بلکې هغه هيله هم ملامته ده، چې د زده کوونکي په ذهن کې د واسطې او رشوت په نامه پايي او د دې هيلې په ورکړه کې ملګري، د کورنۍ غړي او آن ټول ملت ګرم دى او دا راته وايي، چې د تحصيلي نظام په رغولو کې پر نظام سربېره ملت هم مسؤوليت لري. يو ځل مې په کلي کې وويل، چې که د پوهنې له مديريت او رياست نه مفتش نشي راتلاى؛ نو دې مکتب کې خو ستاسې بچي درسونه وايي  او ستاسې هم مسؤوليت جوړېږي، چې سر ورښکاره کړئ او درسي پروسيجر يې وڅارئ، داسې به د مکتب پر اداره د کلي له خوا فشار وي. هغه وخت يې زما خبره په خندا واخيسته، ځکه چې کومو خلکو ته د تعليم پر ځاى په پټي کې کار او د پټو پر سرو لانجې او جرګې مهمې ښکاري، د تعليم مساله ورته بابېزه ښکاري. اوس وينم، چې زما د کلي ډېر کم زده کوونکي له کانکوره روغ وځي، نور ټول د کلي په بديو او لانجو کې ورکېږي او دا حال د ټولو پښتنو دى.

که محصل ناکام شي، نېژدې به د خپل همکار استاد له خولې واورې، چې حالات جګړه ييز دي، بايد له محصل سره مراعات وکړو؛ خو دا خبره څومره معقوليت لري؟ موږ ګنې د جګړې په پلمه د تحصيلي نظام مرۍ تېزندۍ کوو نه؟ د حالاتو د ښه کېدو تضمين هم نشته.

دا سمه ده، چې جګړه پر تحصيلي نظام اغېز کوي؛ خو دا نه ده سمه، چې تحصيلي نظام د جګړو په پلمه تباه کړو، بلکې برعکس دا خبره سمه ښکاري، چې ناقص تحصيلي نظام د جګړو له شدت سره مرسته کوي او دا موږ عملا وينو، چې څومره ځوانان مو د نيمګړي تعليمي او تحصيلي نظام له لاسه د جنګياليو ليکو ته ځي او څومره مو د ناملي ايډيالوژيو خوراک کېږي. که تحصيلي نظام سم وي، د يوه ځوان د ذهن په روښانولو کې مهم نقش لري، چې په دې توګه ځوان د جګړې پر ځاى پر علم باورمن کېږي او پر خپل ملي رسالت پوهېږي.

که محصل محروم شي، استاد ظالم ګڼل کېږي، چې ولې يې د غيرحاضرۍ په وخت کي حاضر کړى نه دى؛ خو هغه قاضي ته څوک ظالم نه وايي، چې د يوه قاتل- چې ځوانه جانه مېرمن او وړه معصومه لور ترې پاتېږي- د اعدام حکم صادروي، ځکه چې هلته د قاتل جرم د هغه تر مظلوميت دروند دى او يوازې دا نه چې په ناحقه يې د يوه چا ژوند اخيستى، بلکې عامه نظم يې مختل کړى. همدا مساله په تحصيل نظام کې هم مطرح ده، محصل چې قانون نقض کړى او له درس يې ځان بې برخې کړى، د غېر حاضرۍ وړ دى. د تحصيلي نظام حکم د محکمې پر حکم يو فضيلت هم لري. د محکمي حکم مو له جرمه وېروي او له دې پرته مو په اخلاقي روزنه کې چندان دلچسپي نه لري؛ خو تحصيلي نظام راکې نظم او اخلاق پيدا کوي.

موږ چې قبايلي ژوند کوو، د معاصرو نظامونو له پابنديو مو سرغړونه د ټولنيز لاشعور برخه ګرځېدلې. له قانون سره مو د مخالفت تر شا يو لامل دا هم دى، چې موږ د مدني ژوند پر ځاى ازاد ژوند ته ترجيح ورکوو.

وايي، چې قانون او دموکراسي بهر نه، بلکې د فرد په وجود کې دي. د قانون د احترام ډېره هيله له هغه چا نه کېږي، چې د قانون احترام ورښودل شوى وي. زموږ تعليمي او تحصيلي نظام ته دا دروند مسؤوليت ورتر غاړه دى. د قانون احترام په تعليمي او تحصيلي نظام کې له لومړي ټولګي نه پيلېږي، چې کوچنى منظم لباس واغوندي او په يوه منظم کتار کې ملي سرود ته په احترام ودرېږي. د محصل غير حاضرول او داسې د ټول تحصيلي نظام د شرايطو عملي کول سترې فرهنګي موخې لري او له دې سره محصل ته د پابندۍ اخلاق ورښيي. که تحصيلي نظام خپل شرايط سم تطبيق کړي؛ د قانون پابند او منظم شخص به ترې راوځي. دا کس که وکيل وي، که ډاکټر وي، که وزير وي، که رييس وي او که څېړونکى د قانون او وخت پابند وي؛ خو که يو غير حاضر محصل حاضروو، دا چې فارغ شي، ګټه به يې ډېره وي، که تاوان؟ تاسې يې اندازه ولګوئ. نو چې د حاضرۍ دې اهميت ته ګورو، په دې پوهېږو، چې د يوه غير حاضر محصل حاضرول څومره لوى جرم دى.

د تحصلي نظام موخه د محصل زده کړه وي، چې څنګه يوه محصل ته علم وروښيي. په دې “څنګه” کې ټول هغه وسايل راځي، چې د دې موخې په ترلاسي کې لاس لري. په دې کې يوه مهمه وسيله ارزونه ده، چې د ازموينې، پوښتنو او له نورو لارو ترسره کېږي او په دې توګه د زده کوونکو د وړتيا او زده کړو د موثريت د معلومولو لپاره ورته درجې او نمرې ټاکل کېږي او هڅه کېږي، چې د زده کړې ټول کيفيت په نمرو کې ځاى شي؛ خو دا په موټي کې د خوشبو ايسارول دي، چې اسانه چاره نه د، بله لار هم نشته. بايد د زده کړو کيفيت په کميت بدل شي، چې سياسي نظام، ټولنې او پخپله زده کوونکي ته معلومه شي، چې تحصيلي نظام او محصل په څومره اوبو کې دي.

خو په کومه ټولنه کې چې نمرې د وسيلې پرځاى په موخه واوړي او د تعليمي او تحصيلي مقام پرځاى يې ټولنيز حيثيت مهم شي؛ هلته نو تحصيلي نظام معکوس مزل پيل کړي. څرنګه چې په داسې ټولنو کې نمرو ته اهميت ورکول کېږي، واسطې او رشوتونه پکې عامېږي. په داسې ټولنو کې دا طبيعي ښکاري، چې يو محصل له بل نه د پوهېدو پر ځاى دا پوښتنه وکړي، چې په پلاني مضمون کې دې څومره نمرې وړې دي يا دا چې څووم نمره فارغ شوې.

په دا ډول فاسد تحصيلي نظام کې له استاد نه د درس پر ځاى د ډېرو نمرو توقع کېږي. د ډېرو نمرو د ذهنيت له عامولو سره هغو استادانو هم مرسته کړې، چې په ټول سمستر کې لس دولس مخه درس ورکوي؛ نو چې محصل تري شکايت ونه کړي، بايد ښې نمرې ورکړي. ما اورېدلي، چې په پرمختللو هېوادونو کې له استاد نه د بې احتياطه نمرو څارنوال پوښتنه کوي، ځکه چې دا د سياسي نظام د يوې برخې په توګه د ټول تحصيلي نظام ننګونه باله شي. څو افغانو محصلانو چې هند ته په ماسترۍ پسې تللي وو، کيسه کوله، چې چا ته مو ترانسکرپټ نشو ښودلاى، ځکه خندل يې راپورې چې تاسې افغانان ټول نابغه ګان يئ او بيا مو هم هېواد برباد دى. په هند کې چېرته کوم محصل خپله مجموعه تر پينځه اوياوو واړوي؛ خو په افغانستان کې هر محصل بايد تر نويو لوړه کادري نمره ولري، خير که تصنع او فساد پکې له ورايه ښکاري.

څرنګه چې دا نمرې د يوه محصل د رښتينې وړتيا ښودانه نه کوي؛ نو چې تر فراغت وروسته يې د اولنمرګۍ غبار کېني او د ډېرو نمرو سرابي وياړ يې له ذهنه ووځي او کار ور په غاړه شي، بيا ورته پته ولګي، چې علم يې د نمرو په غبار کې پرېښى دى. بيا پکار ده، چې د ټولنيز خدمت او فرهنګي مسؤوليت غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي؛ خو خپلو فارغو کادرونو ته ګورو، اندازه لګولاى شو، چې دا غوښتنه مو ډېرو کمو پوره کړې ده.

زموږ د تحصيلي نظام په کمزورۍ کې نور ډېر داخلي او بهرني لاملونه لاس لري. په داخلي هغو کې يې د وسايلو(ټولګيو، څوکيو، تختو او…)، استادانو نشت او همدا راز د تحصيلي لايحو نه عملي کول، د تفتيش د منظم نظام نشت، د استادانو نااهلي، د محصلينو ناغېړي او نور هم راځي، چې بيا به پرې خبرې وکړو.