زموږ د ښوونځیو او پوهنتونونو یوه لویه نیمګړتیا

ليکوال: آغاملوک سهار

یو بل څه چې زموږ په پوهنتونونو او ښوونځیو کې نشته هغه انګیزه ورکول او تشویق دی.

د جاپان د بریالی تعلیمی سیستم په اړه مې ولوستل چې جاپان کې چې کله ماشوم ښوونځي ته شامله وي، نو هغه لمړۍ ورځ ورته لمانځ غونډه ونیسي، نو له پیل نه یې نوښت او مسولیت منولو ته وهڅوي، همداسې پوهنتون ته.

خو موږ چې را فارغ شي نو بیا غونډه ورته ونیسو.

زموږ دا کار هیڅ ګټه نلري، که ددي په ځای په پیل کې وستایل او وهڅول شي نو نه یوازې چې معمول به ډیره هڅه وکړي چې نوي ډیر مهارتونه زده کړه هغه به حتمن له ځان سره لاسته راوړني ولري.

د انګیزي ورکول(Motivating)  او تشویق اهمیت مدیرانو ته ښه معلومیږي.

په لویو لویو ادارو کې مدیران له مختلفو لارو کار اخلي ترڅو خپل کارکوونکي وهڅوي چې موثر کار او لاسته راوړني ولري.

انګیزه چې له یو عادي انسانه جادویې انسان جوړوي، تر نورو هیوادو په چین کې هم دا میتود عام دی، د چین هواوی کمپنۍ تیر کال د اختراع د ثبت نړیوالي اداری ته په یوازې سر یو میلیون د اختراع غوښتنلیکونه وړاندي کړل.

اسرایل یو له کوچني هیوادونو څخه دی چې ټول نفوس یې شاوخوا اووه میلیونه دی.

د اسرایلو په پوهنتون او ښوونځیو کې زده کوونکي ته اجازه شته چې هر ډول پوښتنه وکړي، حتا ددوي په نظامي برخه کې یو پولیس کولای شي بیله کوم تشویشه له وزیر نه خپله پوښتنه وکړي.

هر ډول مفکوره له استادانو او نور سره شریکه کړي هرڅه چژ ورته مبهم وي د روښانولو هڅه وکړي. ددوي دي کار زرګونه کسان وهڅول چې نوي نوښتونه وکړي، اوس په دي هیواد کې په زرګونه نوی شرکتونه تاسیس شوي چې نه یوازې د اسرایلیانو د کسب او کار هڅي یې یو په دوه کړي بلکې له بهره نه د پانګې په را جذبولو کې یو جادویې عمل وکړ.

دا کوچني هیواد چې شمتنو عربو په منځ کې راګیر دی، حتا د څښاګ اوبه لا له ترکي په پیپونو کې بیایې، اوس له هری خوا په پښو ولاړ او ډیر خلګ ددوي اقتصادی ودي ته جادویې اقتصادي وده وایې.

په داسې حال کې عربی متحده امارت ډیره هڅه وکړه چې دا هیواد د شرکتونه او کمپنیو په کور بدل کړي خو ددوي دا هڅه تر اوسه ندي بریالی شوي ځکه زیاترو شرکتونو دا چاره خوښه نکړه،یوازې د عملیاتي چارې په اماراتو کې په مخ بیایې خو د شرکتونو وده هلته په مخ بیایې چې د نوښت اساس پوخ وي.

زموږ د ښوونځیو تعلیمی سيستم ډير موثر ندي او تحصلی سیستم مو معیاری ندی ځکه هر استاد د خپلی خوښي موضوع تدریس کوي.

او زموږ په زده کوونکو او محصلینو باندې د کور، اداري، ټولني له خوا پریمانه محدودیتونه وي نو له دوولسه کاله ښوونځي، له څلور کاله پوهنتون دومره مهارت هم زده نه کړي چې ځان دنده پیدا کړي، یا خپل مفکوره د کاغذ په مخ ولیکي یو نوي کسب پیل کړي، که څه هم په سلو کې ۹۰٪ وکړي د خلاقیت وړتیا لري خو زموږ د خراب سیستم او نورو بې ځایه محدودیتونه له امله په سلو کې دوه دری هم نه بریالي کیږي.