زموږ پر ماشومانو رحم وکړئ!

ژباړه: اېمل وردګ

قدرمنو ښوونکو سلامونه!

لسیزې وشوې چې خپلو ځوانانو ته مو درس ورکا او دوی مو پوهنتونونو ته ولېږل، خو هر څه له بده بدتر شول.

د موټرونو ټکر ډېر شول، د خوراکي توکو ضایعات ډېر شول، د هوا ککړتیا ډېره شوه، ټولنیز درزونه مو لوی شول، جنایي دوسیې مو ډېرې شوې، بندیان مو ډېر شول، بې تربیه ګي او بې نزاکتي ډېره شوه او د پوهو خلکو مهاجرت ډېر شو.

زموږ ماشومانو ته یواځې د ژوند کولو چل وروښیئ.هغوی ته خبرې کول وروښیئ، فکر کول وروښیئ، خلاقیت وروښیئ، صبر وروښیئ، تېرېدنه وروښیئ، لورېینه وروښیئ، له طبیعت سره د ملګرتیا چل وروښیئ، بښنه غوښتل وروښیئ، د ونو له پاڼو خوند اخیستل وروښیئ، منډې وهل او لوبې کول وروښیئ، خوشحاله اوسېدل وروښیئ، د ګل بویول وروښیئ، آورېدل او غوږ نیول وروښیئ، اعتماد کول وروښیئ، مینه کول وروښيئ، ګرانښت وروښیئ، ریښتیا وېیل او همداسې ریښتینولي وروښیئ.

باور ورکړئ که چېرې زموږ ماشومان په دې پوی نشي چې ۱۴ او ۱۴ څو کېږي یا تشناب ته په چپه پښه ننوځي یا په راسته، د خدای ج له خلقت نه به هېڅ هم کم نشي.

اما که دوی ژوند کول زده نه کړي، مینه کول زده نه کړي، عزت نفس ونه پېژني، حوصله زده نه کړي، جنګ نه کول زده نه کړي، ژوند به یې بې معنا وي. او بیا د دې تشو د ډکولو لپاره به خپل ځان ته، نورو او طبیعت ته زیان اړوي، لکه موږ بالکل لکه موږ.

هیله کوم چې زموږ ماشومانو ته شعرونه ووایئ، هغوی ته موسیقي ورزده کړئ. پرېیېږدئ چې یو ځای سندرې ووایي، اجازه ورکړئ چې یو ځای یو رسم وباسي تر څو مرسته کول زده کړي. پرېیېږدئ کله چې خوب پې راشي نو ویده شي او کله یې چې مغز کار نکا نو کتاب بند کړي.

هیله کوم چې زموږ له ماشومانو ماشومتوب مه اخلئ!

دوی پرېږدئ چې په خپله ایمان راوړي، د یوه آزاد او منطقي ایمان فرصت له دوی څخه مه اخلئ، د دوی ژبه د نقد لپاره خپلواکه پرېږدئ.

پرېږدئ چې دوی خپله دوی وي، په دوی کې دروغ او ریا مه کرئ.

اوس چې پر موږ او تاسې او زموږ او تاسې پر ماشومانو یو زوړ او له کاره لوېدلی تعلیمي نظام حاکم دی، باید د یو او بل خیال وساتو، لطفا خپلې عقدې، غمونه له ځان سره ټولګي ته مه وړئ.

هیله کوم په خپلو ټولګیو کې خدایي وکړئ نه ناخدایي.

شاید خدای په موږ او تاسې رحم وکړي او زموږ ماشومان ښه وروزل شي.

محسن رنانی

د اصفهان پوهنتون