زړور څوک دی؟ / غازي عابد

عبدالرحمن ابن خلدون چې وتلی اسلامي عالم دی وايي: هغه انسانان چې په اطرافو او یا داسې سیمو کې اوسي، چې تش ډاګ وي او پنايي ونه لري، هغوی سره دا په فکر کې وي، هسې نه چې ځناور راشي ومې نه خوري، غله رانه څه شی پټ نه کړي، څوک مې ونه وژني او یا مې کومه حشره ونه چیچي.

او هغه انسانان چې هغوی په ښار یا په اصطلاح په داسې ځای کې چې هلته کورونه وي او په کلاګانو کې د ننه اوسیږي، امکانات ورته برابر وي، دې ډول انسانانو سره د هیڅ ویره نه وي او د هیڅ شي په فکر کې نه وي.

نو پایله دا شوه چې ابن خلدون هغه خلک چې د هر شي فکر ورسره وي، وړې او غټې مسلې ته عمیق ګوري، هغوی شجاع او زړور بولي.

که دې خبرو ته نظر واچوو، همداسې ده، ډیر هغه خلک چې هغوی په اطرافو کې اوسي، غرونو کې اوسي او په ټوله کې په داسې ځایونو کې اوسي، چې هلته خطرات ورته زیات وي، لکه د ځناورو لخوا د خوړل کیدو خطر، ورک کیدو خطر او نور… دا ډول خلک ډیر کلک دي، خپل هغه کوچني کار ته هم ډیر ځیر دي، هر څه ته د قدر په سترګه ګوري، دې ډول خلکو کې ناراستي هم نه وي، ځکه خوځنده او هر وخت د یو شي په اړه په فکر کې عادت شوي وي، نو چالاکي په کې زیاته وي، خو البته دا چالاکي په هغوی پورې اړوندو کارونو کې کوي.

په عین وخت کې که چیرته اوس موږ هغه انسانانو ته چې هغوی ته امکانات برابر وي او د اشیاوو په اړه فکر ورسره زیات نه وي، نو په دوی کې بیا احتیاط هم کم وي او دومره ځیرکتیا هم نه لري.

زه د ابن خلدون له یادو شویو بیلګو نه داسې تعبیر کوم، چې که چیرته یو څوک غواړي چې تل په تحرک او پرمختګ کې اوسي، نو تل ورسره فکر کول په کار دی، که چیرته یو څوک همداسې کیني او د هیڅ په اړه هم فکر ونه کړي، دا خلک به وروسته پاتې وي او تل به له ستونزو سره لاس او ګریوان وي، چې په دې اړه یو اسلامي اصل هم شته.

د دې لپاره چې بریالي اوسو، باید د ژوند هرې برخې ته متوجه واوسو، د ژوند په هیڅ پړاوو کې هم بې پروايي او بې غوري ونه کړو، ځکه که نن موږ ګورو چې یو څوک راځي، زما او ستا بل ملګري او یا هیوادوال ته زیان اړوي او یا داسې طبعي آفت راځي او نن یې موږ او تاسې ته لږ زیان واړوو او موږ پرې چوپ شو، داسې ووایو چې پروا نه کوي، نو دا زیان ممکن سبا زیات شي، دلته زوړتیا په کار ده او مخنیوی یې په کار دی، چې شجاعت یې اوس مخنیوی دی.

او په وروستیو کې زه دا وایم (( زړور هغه دی چې تل د هر شي په اړه سالم فکر کوي او لري یې او د ژوند په لویو او وړو چارو کې بې پروايي نه کوي.))