د سویلي افریقا او زیمبابوۍ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه نن مازیګر ۳ نیمې بجې پیلیږي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ دوه لوبې یې سویلي افریقا ګټلي او سیریز یې په خپل نوم کړی دی.
دا لوبې د سویلي افریقا په کوربه توب ترسره کیږي.
ټاکل شوې د یو ورځنیو لوبو لړۍ نه وروسته دواړه لوبډلې په خپلو کې سره درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کړي.
نصرت الله عمرزی