ګارډین ورځپاڼې ته د طالبانو یوې پټې سرچینې پرون جمعه ویلي، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر درې غړې پاکستان ته په دې موخه تللي، چې د افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره سلا مشورې وکړي.
دا چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر پلاوي پاکستان ته د وروستي سفر تر شا به کومې موخې وي؟
پر همدې موضوع ذبیح الله شینواري په پلازمینه کابل کې د سیاسي چارو له شنونکي سید خالد سادات سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې دا پوښتلي، چې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر پلاوی به پاکستان د دې لپاره نه وي ورغوښتی، چې دا هیواد له انزوا څخه ځان وباسي؟