چهارشنبه , 15 مې 2024

سبا ته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته له هغې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان پرېکړه وکړه، چې په ټولو ولایتونو کې یې د رایو بیا شمېرنه د پنجشنبې پر ورځ پای ته ورسوله.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون سبا یک شنبه د لومړنۍ پایلو د اعلان خبرداری ورکړ.

د یاد کمېسیون د دارالانشاء ریاست وایي، د پاتې اوو ولایتونو د رایو بیاشمیرنې بهیر پای ته رسیدلی او اطلاعاتي بانک ته د دغو ولاتیونو پایلو د پاڼو له دخلیدو سره سم به لمړنۍ پایلې اعلان کړي .

د ټاکنوګمیسیون تیره ورځ ویلي چې شنبې ورځې ته د لمړنیو پایلو د اعلان لپاره  له تخنیکي پلوه چمتو والی لري .

بل لور هغه ټاکنیز ټیمونه چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو په بیا شمیرنه کې شامل وو، وایي هغه ټاکنیزې ډلې دې عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژندل شي چې د ټاکنو پرمهال یې ډیرې درغلۍ کړي دي.