سبا قمر: د کورونا له امله راته د ژوند، ازادۍ او مينې احساس وشو

د پاکستاني فلمونو او سريالونو مشهوره ادکاره سبا قمر وايي، چې د کورونا ويروس له امله ورسره د ژوند، ازادۍ او مينې احساس پېدا شو، له دې مخکې ورسره د دې شيانو احساس بېخي نه و.

نوموړې په خپلو خبرو کې زياتوي، زما دا ارمان و چې ٨ ساعته خوب وکړم او خوب مې پوره شي، خو بيا د کورونا له امله په کور کې بنده شوم او د وخت تېرول هم راته ګران شو.

سبا قمر دا هم وويل، چې د عرفان خان د مړينې خبر اورېدو ټکان راکړ او دوه ورځې مې هېڅ هوش نه درلود.

په خپله يوه مرکه کې سبا قمر وويل، چې کله ورته د هندي اداکار عرفان خان سره د کار کولو وړانديز وشو، نو په دې يې يقين نه راتلو او فکر يې کاوه چې څوک ورسره ټوکې کوي.

هغه وايي، چېرته زه او چېرته عرفان خان، ما خو څوک په پاکستان کې هم نه پېژني او بيا له هند څخه راته د عرفان خان سره د کار وړانديز راځي. هغه وايي، د هند او پاکستان اړيکې هم ښې نه وې، خو کله چې راته د فلم کيسه راولېږل شوه، نو له خوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايېدم.

سبا قمر له عرفان خان سره په فلم کې د کار کولو په اړه وويل، دا يې د ژوند تر ټولو ښه تجربه وه، له عرفان خان مې ډېر څه زده کړل، هغه يو ستر اداکار و چې ښايي هندي سينما بل داسې اداکار پېدا نه کړي.

د يادولو وړ ده چې سبا قمر او عرفان خان په (هندي ميډيم) فلم کې ګډ کار کړى و، دا يو کومېډي فلم و، چې په هند کې د تعليم په تړاو جوړ شوى و او دواړو پکې ډېره ښه اداکاري کړې وه، چې فلم خلکو ډېر زيات خوښ کړ او له هغه وروسته بيا د دې فلم بله برخه د (انګريزي) ميډيم په نوم هم خپره شوه، چې د عرفان خان د ژوند وروستى فلم و.

کاپي هنرستان…