ستاسې تحلیل به په دې اړه څه وي؟

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې استازی پیري مایادون د اپریل په ۱۸ نېټه دستراتیژیکو څېړنو په مرکز کي اولسمشرۍ ته د ځینو نوماندانو د وړاندیز په ځواب کې وویل : موږ له دې منطق سره موافق نه یوو چې په راتلونکي میاشت کې د اشرف غني د دورې د پوره کېدو سره سم یو مؤقت حکومت جوړ شي ځکه چې داسې حکومت به ادارې د بې یقینۍ په سمندر کې ډوبې کړي .

ده دا هم و ویل چې د ولسمشرۍ انتخابات دې د سولې له پروسې سره نه تړل کېږي اوزیاته یې کړه : «که انتخابات نه وي باید پر سولې خبرې وکړو، او که د سولې پروسه نه وي باید پر انتخاباتو خبرې وکړو» .

ښایي دا به یوه دیپلوماتیکه ژبه وي چي یوازي دیپلوماتانو ته د پوهیدو وړ وي . خو :

ماته خو ددي خبري له تحلیل نه داسي ښکاری چي که د سولی پروسه پر مخ شړو ، بیا نو د راتلونکو ټولټاکنو خبره ګلجانۍ ده . که رښتیا هم دا خبره ګلجانۍ شوه او د خدای په غوښتنه د سولي لمر را وخوت ، بیا نو د انتخابي اداري بدیل بیله مؤقت حکومت نه بل څه کیدای شي ؟ ستاسي نظر؟

لیکوال: پوهنمل حاجي محمد نوزادی