ستاسې د لاس ساعت مو په څو اخيستی؟

زموږ د اجراییه ريیس ډاکټر عبدالله عبدالله لاسي ساعت ډېر مشهور دی چې زرګونه ډالر بیه لري، خو پوهېږئ داسې ساعتونه هم شته چې بیه یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

د هالیووډ د مشهور ستوري پال نیومین لاسي ساعت نن همداسې یوه حالت ته رسېدلی چې په ۷۷ لکه، ۵۲ زره او ۵۰۰ ډالره لیلام ته وړاندې شو.

د نیویارک په مشهور لیلامي بازار فلپ اکشنز کې د دې ساعت د اخیستو له‌پاره تر ۷۰۰۰ زیاتو کسانو او د نړۍ له ۴۳ هېوادونو څخه په انلاین بڼه نورو لسګونو کسانو هم برخه اخیستې وه چې بالاخره یوه نوم ورکي کس په ۷۷ لکه، ۵۲ زره او ۵۰۰ ډالره واخیست.

د رولکس کمپنۍ دا ساعت په ۱۹۸۶ مېلادي کال کې نیومین د کلر اف مني په نوم فلم کې په لاس کړی و چې اوس د هغه د یادګار په توګه پېژندل شوی ساعت دی.

پال نیومین د هالیووډ یو تاریخي ستوری و چې لږ تر لږه یې د خپل ژوند پر مهال په ۶۰ فلمونو کې کار وکړ او په ۲۰۰۸ مېلادي کال کې د ۸۳ کلونو په عمر ومړ.