دپاکستان سترې محکمې د مسلم ليگ (ن) مشر نوازشريف د يوې پريکړې له مخې نااهل وگرځاوه چې ددې پريکړې پربنسټ نوازشريف د خپل گوند دمشرۍ وړتيا هم له لاسه ورکړه
خو دا چې نوموړي گوند په پارلمان کې اکثريت (ډيرکى) دى نو د ټاکنوداصلاحاتو ٢٠١٧ پرنوم قانون يې لومړى پر مشرانو جرگې او پرون يې پر ولسې جرگې ومانه چې په دې نوى قانون کې دې خبرې ته اجازه شته چې نااهل شخصيت د سياسي گوند مشري کولاى شي
د همدې نوى قانون پررڼا کې د مسلم ليک گوند په کړنلاره (منشور) کې هم بدلون راوستل شو
په پاييله کې د نوى قانون له مخې نوازشريف د خپل گوند مسلم ليگ (ن) مشر وټاکل شو
دپارلمان له خوا د ټاکنوداصلاحاتو٢٠١٧ منل شوى نوى قانون ولسمشر ممنون حسين توشيح کړى (لاسليک کړى)
خو دپارلمان مخالفو سياسي گوندونو ددې نوى قانون سخت مخالفت کړى او سترې محکمې ته د تگ هوډ يې څرگند کړى دى
د مسلم ليگ (ن)د گوند ټولو غړيو پر يوه خوله پر خپل د باور څرگندونه وکړه.