ستونزه د پیاوړتیا لامل ده

لیکوال: قطار ظفري

په بېلابېلو ټولنو کې مختلف خلک ژوند کوي د یادو وګړو ژوند په فرهنګي، ټولنیز،سیاسي،دینې،اقتصادي … لحاظ توپیر لري. هر ډول ژوند په خپل ذات کې له یو ډول نه یو ډول ستونزو سره لاس او ګریوان ده.

خو ځینې خلک بیا د خپلو مشکلاتو د حل په موخه له مختلفو طریقو څخه کار اخلي ترڅو ټاکلو موخو ته ورسېږي، او ځینې نور بیا نشي کولای، چې په خپل وس او توان له یادو ستونز څخه بهر شي.

پوښتنه اوس دا ده؛ هغه خلک چې له ستونزو سره یې مبارزه کړې او له یادو کږلېچونو  څخه روغ رمټ وتلي ایا هغوي په ذهني او معنوي لحاحظ د پیاوړتیا ګراف لوړ شوی؟

ایا هغه وګړي، چې ژر ماته منونکي دي د هغوي حالات مخ په لوړ دي که په ځوړ؟

لومړی – ایا ستونزې د پیاوړتیا لامل دي؟

که خپل چاپیریال ته ځغلنده نظر وکړو، او ذهن ته مو هغه خلک راولو، چې هغوي له زیاتو کړاوونو وروسته یوې موخې ته رسېدلي دي.او بیا دهغوي تېر او اوسنی ژوند  په هر ډګر کې پرتله کړو، نولاندې ټکي به مو ذهن ته راشي:

هغه انسانان چې په ورځني ژوند کې له سختو کړاوونو وروسته بریالي شوي دي په هغوي کې لاندې ښېګڼې او ځانګړتیاووې پیدا شوې دي.

۱-   حوصله یې زیاته شوې ده.

۲ – د مبارزې په خوند پوه شوي دي.

۳- له ډول، ډول اړېکو څخه برخمن شوي دي.

۴- وړتیا یې زیاته شوې ده.

۵-  تقوا او خاکساري په کې پیدا شوې وي.

۶- د پلان په کټو پوهېدلی وي.

۷-  د وخت په ارزښت پوهېدلی وي.

۸- په خپله دنده کې مخلص وي.

۹-  له اخلاقي او ټولنیز فساد څخه لرې شوی وي.

۱۰-  په دنده کې له همکارانو سره په ښه ډول چلند کوي.

۱۱- له بې وزلو سره د مرستې هوډ لري.

۱۲- د ځان د مدیریت په کټو پوهیدلي وي.

۱۳ـ په ټولنه کې مخلص او غیر مخلص ورته مالوم شوي وي.

دویم – هغه خلک چې ژر ماته منونکې دي د هغوي حالات مخ په لوړ دي که په ځوړ؟

موږ او تاسو ته مالومه ده او تجربه کړي موهم دي، چې صبر او مبارزه د هرې نيکمرغۍ پیلامه ده .

او هغه کسان چې مبارز دي هغوي تر ډېرو لوړ موقفونو رسېدلې دي، چې د نړۍ د لویو پریکړو توان لري .

هغه کسان ، چې ژر ماتې منونکي دي هغوي له لاندې کړاوونو سره مخ کېدونکې دي:

۱ـ موخې ته نشي رسیدای.

۲-  وخت نشي مدیریت کولای.

۳-  بې حوصله وي.

۴- موقف ته نشي رسېدای.

۵-  په دنده کې غیر مخلص وي.

۶-  په ټولنه کې ښه دريځ نشي پیدا کوي.

۷- خلک باور او اعتبار پرې نه کوي.

۸- روغ کار خرابوي

۹- نازک مزاجه وي.

۱۰- درییس، مدیر او مشر احترام نشي کولای.

۱۱- د دندې په موندلو کې لالهانده وي.

۱۲ -بلاخره ژوند يې تل د نورو د ګټو په خاطر تېریږي.

له پورتنیو مسایلو څخه داسې اخذ کولای شو، چې ټولې ستونزې د ماتې سبب نشي کېدای.بلکې یوازې د خنډ او ځنډ لامل جوړېدالی شي . همداراز ویلی شو، چې ستونزې انسان غښتلی او هوډمند کوي، د بریا لاسته ورړلو په خوند او قدر يې پوهوي.

ښې بېلکې یې په اسلامې نړۍ کې حضرت محمد (ص) ده، چې له هرې ستونزې وروسته یې لا بریا او ځواکمنتیا ترلاسه کړې ده.

همدارنګه په کفري نړۍ کې هټلر، ګاندي او نور یادولی شو، چې دوی ستونزو او مبارزي ځواکمن کړي او تر موقفه رسولي دي.

نو راځي چې د ستونزو په مقابل کې ستړي نشو او هر مشکل ته په خلاصه سینه ور ودانګو.

یو خو به مو خدايي او ځاني مسوولیت تر سره کړې وي بل به مو د ټولنې د وروسته پاتې طبقې لپاره لاره هواره کړې وي.