سختو ستونزو په وخت کې دا ۶ ټکي مه هېروئ

منيب الرحمان رحماني

کله کله داسې وخت راځي چې ټولې لارې په سړي بندې شي، انسان داسې فکر کوي چې چا يې په سر تفانګچه ایښې ده، يا د یوه پاڼ په سر ولاړ وي، د انسان زړه يو ډول په سینه کې نور نه ځايېږي، د لاس نيولو، د تکيې کولو لپاره څه نه وي پاتې، هر طرف تياره وي، که تاسې هم د همداسې يو حالت سره مخ يئ نو دا ليکنه ستاسې لپاره ده، په دې ليکنه کې د اندېښنو، بحران او کړکېچ په حالت کې ستاسې د قوت لپاره څو لارې چارې درته وړاندې کوو.

 

١-: د تېر وخت په اړه فکر وکړه، کېدی شي د دې نه په لويو ستونزو کې لويېدلی يې، فکر به دې کوه چې دا ستونزه نه شې حل کولی، ستا د وسې دباندې ده، نا امېده به وې، چا درسره مرسته نه کوله، خو اوس هغه ستونزه حل شوې، هغه ستونزمن وخت تېر شوی، ژوند دوام کوي، دا اصل دی هیڅ شی په يو حالت نه پاتې کېږي نو امېد لره چې سبا به د پرون په څېر بيا رڼا راشي، نړۍ د بدلون په حال کې ده، نړۍ د بدلون څخه عبارت ده، نه ستونزه او نه هم غم په دايمي ډول پاتې کېږي.

 

٢-: فکر کوې غرق شوی یې، ختم شوی یې، یوازې پاتې شوی یې، خو فکر وکړه ختم کېدل ستا په اند څه دي؟

 

د ځان نه دا پوښتنه وکړه چې تر ټولو بد احتمال به څه وي؟ داسې مه وايه چې حتا نه غواړم فکر وکړم، بلکې ارام کېنه او داسې فکر وکړه، چې تر ټولو بد احتمال څه دی؟ که دا بد احتمال رښتيا شي څه به کوې؟ کومه لاره به انتخابوې؟

 

ډېر وخت دا پوښتنه چې تر ټولو بد احتمال به څه وي؟ سړي ته دا ځواب ورکوي چې دومره خو هم بد او خطرناک نه دی، کېدی شي ووايي چې په دومره خفګان نه ارزېده.

 

٣-: په کومه ستونزه کې چې اوس ګېر يې د دې اينده فکر وکړه، مثلا د نن نه ۵ مياشتې وروستني وخت فکر وکړه، کېدی شي څو مياشتي وروسته دې دا ستونزه هیڅ په ياد رانه شي، ډېر وخت لوى رسم ليدل او اينده په فکر کې را ژوندۍ کول ستاسې اندېښنې نيم په نيمه راکموي.

 

٤-: په يو ځاي کې دنده ترسره کوې او رييس تل په تاسې انتقادونه کوي، سبا د يو ملګري څنګ ته ځئ او خپل زړه مو ورته تشوئ، په پای کې هغه هم خپل حال تاسې ته وايي، ګورې چې هغه هم همداسې فکرونه لري، دلته تاسې پوهېږئ چې ستونزه دا ده چې تاسې د رييس خبرې يوازي ځان پورې تړلي حال دا چې دا خبرې رييسان ټولو د لاس لاندې خلکو ته کوي او حالت ډېرو ځايو کې يو شی دى.

 

٥-: ډېرې مسلې داسې وي چې خوندي نه ښکاري، د حل لاره خطرناکه ښکاري، خو په دې باور ولرئ چې د کار پيل يوه اخري او حتمي مجبوري ده، د دې ترڅنګ د کار پيل کار اسانه کوي، چې هر څومره پکې مخ ته ځئ وبه وينئ چې دومره هم لويه خبره نه وه، دا کاملاً په دې ډول ده، لکه په ښوونځي کې چې تاسې د يو صنف درس لولئ او هغه درسونه درته ګران ښکاري، خو کله چې د هغه صنف څخه فارغېږئ، نو وينئ چې هغه درسونه دومره هم سخت نه و.

 

٦-: او اخري يې دا چې موږ مسلمانان يو په الله مطلق دا باور لرو چې هغه په هرڅه قادر دی، د شپې په تياره کې په يوازې کوټه کې دوه رکعته لمونځ وکړئ، وروسته مو په خپلو ګناهونو اعتراف وکړئ، د الله نه بښنه وغواړئ، داسې هغه سره راز او نیاز وکړئ، لکه هغه چې تاسې اوري او ستاسې غوښتنې قبلوي، په خپلو اوښکو هغه رازي کړئ او د خپل څښتن نه څه چې غواړي وغواړئ، دا به ستاسې زړه مطمين کړي او تاسې به دا فکر وکړئ چې تاسې داسې پالونکى ذات لرئ چې نړۍ د هغه په امر يا ګل ده يا اغزى.

 

ليکوال : منيب الرحمان رحماني