د هندي سېنما یو نوی؛ خو نوم ګټلی ستوری سدرات ملهوترا چې له سوډنټ اف د اییر فلم څخه یې په بالیووډ کې ځای پیدا کړی وايي، کله یې دا فکر هم نه و کړی چې یوه ورځ به وځلېږي.
سدارت په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، په دې پوهېده چې د ماډلنګ لهپاره یې وجود برابر دی او کولای شي له دې لارې زیاتې پیسې تر لاسه کړي، خو په دې یې هيڅکله هم فکر نه و کړی چې یوه ورځ به یې پر هندي سېنما دومره فلمونه خپرېږي او دومره زيات مينهوال به ولري.
هغه وايي، د ستوري کېدو خیالونه یې د شاهرخ خان او کاجول ’دل والے دلہنیا‘ فلم له لیدو وروسته پیل شول او همدا وه چې کوښښ یې پایله ورکړه او نن یوه ځای ته رسېدلی دی.
د سدارت په خبره، په لومړیو کې خو به یې کله چې په کور کې د شاهرخ خان پېښې کولې، مور، ورور او خوېندو به یې سم پسې خندل، خو نن پرې ویاړي.
سدارت وايي، اوس یې خیال بدل دی او غواړي اوس پر بالیووډ تر ډېره وځلېږي.