سربلونه او اوستربلونه

ترتیب کونکي: میرویس حمزه ، عاقله زهیر، احمد شاه الکوزی او رنا هوتک

لارښود استاد: پوهیالی عبدالسمیع وحدت

سربلونه او اوستربلونه

دا هغه نه ګردانېرونکي مقید مورفیمونه دي چې په خپلواکه توګه کومه مانا نه ښندي، بلکې له خپلواکه غیر مقیدو مورفیمونو سره یو ځای یوه مانا او مفهوم رسوي

سربلونه او اوستربلونه د غونډلې( جملې ) د مرستیالو رغندو توکونو په توګه له ازادو یا ارو توکونو(نومونو) سره کړولونو (قیدونه) جوړوي .

سربلونه ( پیشنه ها ): سربلونه هغه ادات دي چې تر نوم د مخه راځي او په جمله کې د هغه حالت او دريځ څرګندوي.

د پښتو سربلونو په لاندې ډول دي.

۱ـ له

۲ـ تر

۳ـ په

۴ـ پر

۵ـ بې

۶ـ و

۷ـ د

اوستربلونه ( پسینه ها ): اوستربلونه په یوه جمله یا فقره کې تر نوم وروسته راځي.

د پښتو اوستربلونو په لاندې ډول دي.

۱ـ سره

۲ـ څخه

۳ـ سره سره

۴ـ پرته

۵ـ وروسته

۶ـ راهیسې

۷ـ لاندې

۸ـ پورې

۹ـ دباندې

۱۰ـ پسې

۱۱ـ باندې

۱۲ـ ته

۱۳ـ کې

۱۴ـ سربېره

۱۵ـ لپاره

۱۶ـ کره

رابه شو اوس دې ته چې کوم سربلونه له کومو اوستربلونو سره په جملو کې کارول کیږي.

۱ـ د ( له ) سربل: دا له هغو ډېر پېښو سربلو څخه دی چې د څو بېلابېلو اوستربلونو په ملګرتیا له منځ کې راښکیل نوم سره بېلابېل کړولونه (قیدونه) جوړوي .

د ( له ) سربل له خپلو اوستربلو سره په جملو کې .

لومړی: له ( له ) سربل سره د ( سره ) اوستربل.

د ( سره ) پسینه د ملګرتیا ادات دی

جوړښت: له + نوم + سره.

بېلګې یې:

ـ زه له احمد سره ځم .

ـ له پوهانو سره کېناستل ښه خوی دی.

ـ له زرغون سره مه ځه.

دویم: له ( له ) سربل سره د ( څخه ) اوستربل.

جږړښت: له + نوم + څخه.

بېلګې یې:

ـ له دښمن څخه ډار پکار دی.

ـ له ولید څخه مې کتاب واخله.

ـ سباون له کندوز څخه راځي.

د ( څخه ) اوستربل هغه ادات دی چې ابتدا ، پيل ځای یا منشایی حالت څرګندوي یعنې د یوه کار پیل او ابتدا ښیی

لکه: له کور څخه ، له پوهنتون څخه….

کله کله د ( له ) سرینه پرته له ( څخه ) پسینې هم راځي ، خو له نوم وروسته یو زور وراچوو.

جوړښت: له + نوم + ه.

بېلکې يې:

ـ له ښاره ووځه له نرخه مه ووځه.

دریم: له ( له ) سربل سره د ( سره سره ) اوستربل.

جوړښت: له + نوم + سره سره.

بیلګې یې:

ـ زه له ناروغۍ سره سره ( بیا هم ) پوهنتون ته لاړه.

ـ شاهد له ستونزو سره سره ( بیا هم ) خوشحاله دی.

څلورم: له ( له ) سربل سره د ( پرته ) اوستربل.

جوړښت: له + نوم + پرته.

بیلګې يې:

ـ له زرغون پرته هیڅوک نه وو.

ـ له احمد پرته جاوید هم راغلی و.

ـ له زلمي پرته نه ځم.

پينځم: له ( له ) سربل سره د ( وروسته) اوستربل.

جوړښت: له + نوم + ورسته.

بیلګې:

ـ له غرمې وروسته کورته ځم.

ـ له روسانو وروسته امریکایان راغلل.

شپږم: له ( له ) سربل سره د ( راهیسې ) اوستربل.

جوړښت: له + نوم + راهیسې.

د (راهیسې) ادات د وخت پيل او د یوه فعل شروع څرګندوي، د له سره استعمالیږي چې زماني (مهالي) قید جوړوي.

بیلګې یې:

ـ له دریو لسیزو راهیسې افغان ولس د مرګ او ژوند پر پوله ولاړ دي.

ـ له پرون راهیسې ناروغ یم.

کله کله د ( راهیسې ) پر ځای تش ( څخه ) او یا د لاسپما لپاره یوازې پر (له) بسنه کیږي.

لکه: له کلو څخه ، له پخوا….

۲ ـ د ( تر ) سربل : تر له خپلو ځانګړو اوستربلو سره کارول کیږي چې ځانګړي کړولونو

( قیدونه ) منځته راوړي .

لومړی: له ( تر ) سربل سره د ( لاندې ) اوستربل.

استیلایی حالت ښیي یعنې د لاندې معنا ورکوي چې په دغه حالت کې د ( لاندې ) پسینه هیڅکله نه غورځیږي مګر که د ( تر ) سرینه رانه وړله شي خپله معنا له لاسه نه ورکوي

جوړښت: تر + نوم + لاندې.

بیلګې يې:

ـ لاس تر زنې لاندې مه ږده ـ ستا به عادت وي ما به ورک له ملکه کېنه.

ـ تر ډېوې لاندې تیاره ده.

دویم: له ( تر ) سربل سره ( پورې ) اوستربل.

دغه ادات اتصالي حالت ښيي . همدارنګه نوموړي سرینې او پسینې د انتها ( تم ځای ) ادات هم بلل کیږي چې د یو فعل د اظهار انتها او انجام ښيي.

جوړښت: تر + نوم + پورې.

بیلګه يې:

ـ تر مرګ پورې به له خپلې مبارزې وانه وړم.

که چېرې موږ ووایو: تر مرګه به له خپلې مبارزې وانه وړم.

یعنې ( پورې ) مو وغورځولو بیاهم کره ده خو لومړۍ جمله غوره راځي.

نورې بیلګې:

ـ تر ښاره پورې ځم.

ـ تر ښونځي پورې راسره لاړشه.

دریم: له ( تر ) سربل سره د ( څخه ) اوستربل.

دلته ( ترـ څخه ) پرتلیز کړول جوړوي او له ( له ـ څخه ) توپیر کوي

جوړښت: له + نوم + څخه.

بیلګې:

ـ تر څوز څخه ګل ښه دی.

ـ تر پردي زوی څخه خپله لور ښه ده.

څلورم: له ( تر ) سربل سره د ( دننه ) اوستربل.

جوړښت: تر + نوم + دننه.

ـ تر کور دننه یې ژوند خوار دی.

ـ تر هېواد دننه يې دیکتاتوري چلیږي.

پینځم: له ( تر ) سربل سره د ( دباندې ) اوستربل.

جوړښت: تر + نوم + دباندې.

ـ هغه تر ټولګي دباندې و.

ـ تر ښار دباندې څوک وتای نه شي.

۳ـ د ( په ) سربل: د ( په ) سربل له خپلو څلورګونو اوستربلونوسره څلور ډوله کړولونو (قیدونه) رامنځته کوي.

لومړی : له ( په ) سربل سره د ( کې ) اوستربل.

دا د اړوند (مربوط) نوم تون حالت یا ظرفي حالت څرګندوي .

جوړښت: په + نوم + کې.

بیلګې يې:

ـ په کوټه کې تیاره ده.

ـ محمود په ټولګي کې دی.

دویم – له ( په ) سربل سره د ( سره ) اوستربل.

دا ډول اوستربل (الې حالت ) راښیي.

جوړښت: په + نوم + سره.

ـ په کلی سره کولپ پرانیستل کیږي.

د ( سره ) اوستربل غورځېدی شي او اړوند زور پای یا زورکی پای ښځینه نوم نه اغېزمنوي. لکه:

ـ د لېونۍ حاجت پوره شو ـ پر لاره ځي په کاڼو ولي زیارتونه

ـ په خوله مې ورته وویل.

ـ په میړانه وجنګېد.

دریم: له ( په ) سربل سره د ( پورې ) اوستربل.

دا ډول اوستربل یو پیوستون ښیي.

جوړښت: په + نوم + پورې.

ـ ازغی په ولید پورې نیښتی.

ـ په چا پورې مه خانده.

ـ ستا په خبرې پورې مې وویل ( ستا د خبرې په اړه مې وویل ).

څلورم: له ( په ) سربل سره د ( پسې ) اوستربل.

دا ډول اوستربل پرله پسې والی څرګندوي.

جوړښت: په + نوم + پسې.

ـ په سختی پسې اساني راځي.

ـ مشتاق په لېوه پسې ځي.

ـ زه په تا پسې نه ځم .

۴ـ د ( پر ) سربل: دا هم له خپلو ځانګړواوستربلو سره کارول کیږي چې ځانګړی کړولونه منځته راوړي.

لومړی: له ( پر ) سربل سره د ( باندې ) اوستربل.

جوړښت: پر + نوم + باندې.

ـ محمود پر میز باندې ناست دی.

ـ زلمی پر بایسکل باندې سپور دی.

دویم: له ( پر ) سربل سره د ( سربېره ) اوستربل.

جوړښت: پر + نوم + سربېره.

بیلګې یې:

ـ پر دې کار سربېره نور کارونه هم شته.

ـ پر دې ازموینې سربېره نورې ازموینې هم شته.

۵ـ د ( بې ) سربل: له( بې ) سربل سره د ( څخه ) اوستربل کارول کیږي چې ځانکړی کړول منځته راوړي.

لکه : بې اوبو څخه ژوند نه کیږي .

خو که چېرې د (څخه) اوستربل ونه کاروو. نو دا به مو د کلېمو سپما کړې وي.

لکه: بې زده کړې ژوند ګران دی.

۶ـ د ( و ) سربل: و (و) سربل زوړ او یوازې له تاریخي پلوه د کره والي یو ار په برخه دی او دا یوازې په ( کندهارۍ ) لهجه کې شتون لري.

لومړی: له ( و) سربل سره د ( ته ) اوستربل.

جوړښت: و + نوم + ته.

ـ ځمه ځمه چې اوږد یون مې دی و مخ ته ـ د یا نه څوری به اچوم و ترخ ته…(خرښبون).

دویم: له ( و ) سربل سره د ( وته ) اوستربل.

جوړښت: و + نوم + وته.

ـ خدای و ما وته ښکاره کړ هغه لمر بیا …( رحمان بابا ).

دریم: د ( و ) سربل پرته له اوستربل څخه.

جوړښت: و + نوم .

بیلګې يې:

ـ سوز ګداز ړ محبت هسې و ما را …( پیر محمد کاکړ ).

ـ چې مې خوږ کا کام تر مخه و ما ناکام را …( محمد هوتک ).

۷ـ د ( د ) سربل: (د) د اضافت توری دی چې د اضافت چارې پرځای کوي.

لومړی: له ( د ) سربل سره د ( لپاره ) اوستربل

جوړښت: د + نوم + لپاره.

ـ د خبرو لپاره وخت نه لرم.

ـ د لیک لپاره کاغذ نه شته.

دویم: له ( د ) سربل سره د ( کره ) اوستربل.

جوړښت: د + نوم + کره.

ـ د سباون کره نه ځم.

ـ د زلمي کره ورځې؟

( کره ) د کور اوښتې بڼه ده چې دا په ګړدود پورې اړه لري او ( د ) یوازینی ساده او یووستوی اضافي سربل دی.

د سربلونو ناسمه کارونه

ځینې لیکولان په خپلو لیکنو کې یو سربل د بل سربل پر ځای کاروي چې دا د ګرامر له مخې لویه ستونزه بلل کیږي.

۱ـ د (د) او (په) سربلونه : په ځینو لهجو کې د ( په ) سربل پر ځای د ( د ) سربل کاروي.

بیلګې یې:

ـ ناسم: د خپل په خوښه مې دا کار وکړ.

ـ سم: په خپله خوښه مې دا کار وکړ.

۲ـ د (د) او (تر) سربلونه: په ډېری لهجو کې د (د) سربل پر(تر) سربل باندې زورور کیږي او د هغه ځای نیسي.

بیلګې یې:

ـ ناسم: اوسنی حکومت د پخواني حکومت څخه ډېر فاسد دی.

ـ سم: اوسنی حکومت تر پخواني حکومت څخه ډېر فاسد دی.

ـ ناسم: افغانستان د هند څخه کوچنی دی.

ـ سم: افغانستان تر هند څخه کوچنی دی.

۳ـ د (له) او (تر) سربلونه: د (له) سربل هم په خپل وار سره پر(تر) سربل زورور کیږي چې دا هم د سربلونو ناسمه کارونه ده.

بیلګې یې:

ـ ناسم: دریم ټولګی له څلورم ټولګي څخه کمزوری دی.

ـ سم: دریم ټولګی تر څلورم ټولګي څخه کمزوری دی.

۴ـ د (له) او (د) سربلونه: دا هم یوه لهجوي ستونزه ده چې دلته هم د (د) سربل پر (له) سربل زورور کیږي او دهغه ځای نیسي.

بیلګې یې:

ـ ناسم: تل به دې ساتم د پردو وطنه.

ـ سم: تل به دې ساتم له پردو وطنه.

۵ـ د (په) او (پر) سربلونه: دغه دوه سربلونه د پښتو په ځینو لهجو کې سره ګډیږي او یو د بل پر ځای يې په ناسمه توګه کاروي.

د (په) سربل د ظرفیت معنا لري یعنې یو شی یا یو څوک چې کله په یوه ځای یا یوه شي کې دننه وي او د ( پر ) سربل د دې معنا ورکوي چې یو شی یا یو څوک د یوه شي یا د یوه ځای پرسر وي.

د (په) او (پر) ترمنځ توپیر شته. (پر) د استعلا توری دی، پر میز باندې، پرچوکۍ باندې کښېناست، پر میز یې کتاب کېښود.

دا دواړه سربلونه یوازې په (کندهارۍ) لهجه کې په سمه توګه کارول کیږي.