سه شنبه , 30 اپریل 2024

سره رود کې يو موټر بم له بريد وړاندې له منځه وړل شوی دی

د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه سره رود ولسوالۍ اړوند د ککړک په مياګانو کلي کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو موټر بم لمنځه وړی.

د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو پلان درلود، چې جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو نمانځنې مراسمو او يا هم لوی اختر په ورځو کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې موټر بم چاودنه رامنځته کړي، چې موخې ته له رسيدو وړاندې يې پلان شنډ شو.