د کورنیو چارو وزارت، د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په تصفیوي عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو ترسره کړي، شل طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي
وسله والو طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.