سرور دانش وایي عبدالله به د سولې شورا مشر شي

 د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سرور دانش د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره د خبرو پرمهال ویلي چې راتلونکو څو ورځو کې به ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې شورا مشر شي. 
سرور دانش پرون پنجشنبه د افغانستان لپاره د ملګریو ملتونو له ځانکړې استازې د ویډیو له لارې خبرې کړي چې د دانش پر فیسبوک پاڼه د یادو خبرو په اړه ریپوټ کې د نوموړي له قوله ویل شوي چې ممکن دی د ولسمشر غني او پخواني اجرایه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي کړکیچ ډیر ژر پای ته ورسیږي او د یوې هوکړې له مخې به عبدالله عبدالله د سولې شورا مشرې په غاړه واخلي. که څه هم د ډاکټر عبدالله د ډلې له لورې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي خو دې ډلې چې کومه طرحه تایید کړې په هغه کې عبدالله عبدالله د سولې په چارو کې د اجرایوي صدارت رمنځ ته کولو په مهمو حکومتي بستونو کې د ۵۰ سلنې برخې ورکړه او عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکولو غوښتنه کړې ده . خو دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله د دوو نظرونو له امله له اختلاف سره مخ ده. د دې ډلې ځینې غړو د سولې شورا مشري او حکومت کې ۵۰ سلنه رول منلو ته زړه ښه کړی خو ځني نور یې د ټاکنو د نتیجې باطلېدل او د اجرايي صدارت رامنځ ته کېدل غواړي. تېره اونۍ د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال او د عبدالله عبدالله ملاتړي احمد ضیا مسعود خبرداری ور کړ چې که ښاغلی عبدالله د سولې شورا مشري ومني، دا ډله به یې ملګرتیا ونه کړي. باید یاده شي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشرانو؛ عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي د یوه پلاوي په توګه د ارګ او سپېدار ترمنځ د روغې لپاره هڅې کړې دي.