سرپرست حکومت: له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

نن د زمري میاشتې ۲۸مه په هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۴مې کلیزې سره برابره ده. سرپرست حکومت په تازه اعلامیه کې افغان ولس ته د دې ورځې مبارکي ورکړې ده. د سرپرست حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې ورځې یادونه کړې او زیاتوي چې په دې ورځ انګریزي اشغالګرو په هېواد کې د دریم ځل لپاره ماتې وخوړه. اعلامیه زیاتوي چې افغان ولس په دې ورځ د نولسمې پېړۍ زبرځواک اشغالګر پوځونه د خپلو ځاني او مالي قربانیو په ورکړه له دې خاورې وشړل. په اعلامیه کې ټینګار شوی چې سرپرست حکومت له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هعېوادونو پر ضد وکارول شي.