سرچیني وایي، د طالبانو ډیری غړي د اوربند ملاتړي دي

د رسنیو د راپورونو له مخې، د وسله والو طالبانو د کوټې او پېښور شورا ډیری ملکي او نظامي مشران په اوربند سلا شوي دي.

د دوی په وینا، د هوکړې تر لاسلیکېدو وروسته ښایي، د طالبانو مشر ملا هبت الله په رسمي توګه اوربند اعلان کړي.

پاکستاني رسنۍ وایي، د وسله والو طالبانو د کوټې او پېښور شورا ډیری ملکي او نظامي مشرانو په اوربند خبرې کړي او پرې سلا شوي دي.

د سرچینو په وینا، د کوټې شورا کې چې ډیری غړي یې نظامي طالبان دي پر اور بند لا اختلافات شته خو مشوري رواني دي او د دې احتمال شته، چې وسله وال طالبان ډیر ژر پر یوه اوربند هوکړه وکړي او تر هغه وروسته د طالبانو مشر ملا هبت الله په رسمي توګه اوربند اعلان کړي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ په لس ورځني اوربند سلا کړې، خو اوس دا څرګنده نه ده چې د یادو شوراګانو د غړو ترمنځ په څو ورځني اوربند سلا شوې ده.

له اوربنده د وسلوالو طالبانو د ملاتړ خبره داسې مهال کیږي، چې افغان حکومت په وار ـ وار د ښکېل لوري څخه د مخامخ خبرو او اوربند غوښتنه کړې، خو طالبانو له مخامخ خبرو او دایمي اوربند په اړه مثبت ځواب نه دی ویلی.