سریلانکا وايي د آی پي ایل کوربتوب کولای شي

د سریلانکا کرکټ بورډ وايي په سریلانکا کې د کرونا تهدید کم دی او کولای شي چې ددغو سیالیو کوربتوب کې له هند کرکټ بورډ سره مرسته وکړي

په هندوستان د ای پي ایل سوداګریزو سیالیو د ترسراوي په تړاو تر اوسه نهایي پرېکړه نه ده شوې

د هند کرکټ بورډ پرېکړه کړې چې د کرونا ویروس له امله دا لوبې تر امر ثاني پورې وځنډول شوې

خو تازه سریلانکا د دغو سیالیو کوربتوب ته ټټر وهلی

د اې پي ایل لوبې د مارچ له ۲۹ مې نېټې د اپرېل ۱۵ مې نېټې ته ځنډول شوې وې او یو ځل بیا تر نامعلومې نېټې وځنډېدې

تمه ده چې کرونا په نشتون کې دیارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ ترسره شي

د ای پي ایل کرکټ لیګ په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوی او هر کال پکې اته لوبډلې د اتلولۍ ګټلو هلې ځلې کوي