سعودي او فرانسې داتلس میلیارده ډالرو هوکړې لاسلیک کړې

د سعودي وليعهد محمد بن سلمان فرانسې ته تللی او هلته يې د دغه هېواد له ولسمشر سره د اتلسو ميلياردو ډالرو په ارزښت شل هوکړې کړي دي.

بن سلمان په پاريس کې د فرانسې د ولسمشر ايمانويل ماکرون سربېره د لبنان له لومړي وزير سعد حریري او د مراکش له پاچا محمد شپږم سره هم لنډه ناسته کړې ده.

د سعودي عربستان رسنيو تر اوسه د فرانسې او سعودي ترمنځ د شوو هوکړې نور جزيات نه دي ورکړي، خو زياتوي، چې دغه اتلس هوکړې ټولې اقتصادي دي.

تر دې وړاندې د سعودي د تېلو شرکت «ارامکو» ويلي و، چې د فرانسې د ټوټل شرکت په گډون له درې نورو سترو شرکتونو سره يو شمېر هوکړې شوي دي.

د سعودي وليعهد فرانسې ته د خپل درې ورځني سفر پر مهال د فرانسې له ولسمشر سره دوه ځله وليدل او له هغه سره يې د شلو اقتصادي هوکړو د لاسليکولو سربېره د منځني ختيځ په اړه خبرې کړي دي.

د تېر کال په ډسمبر کې د لبنان لومړي وزير د سعودي عربستان له پلازمېنې رياض څخه خپله استعفا اعلان کړه، خو هغه مهال د لبنان ولسمشر مشیل عون، ایران،حزب الله او يو شمېر نورو ډلو ويلي و، چې حريري دغه هوکړه د سعودي د فشار له مخې کړې او هغه مهال هم د فرانسې د ولسمشر مداخلې دغه کړکېچ په پای ته رسولو کې مهم رول لوبولی و.