د سعودي عربستان د دولتي تلویزیون د خبر له مخې ۴ تنه چې د ترهګریزو او ورانکارانه فعالیتونو په تور نیول شوي وو په دار وځوړول شول.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د القطیف په ښار کې ۴ تنه د ترهګریزو فعالیتونو په تور په دار وځوړول شول.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې اعدام شوو کسانو ددېنه مخکې د پولیسو په مرکزونو او د تیلو په شبکو هم بریدونه کړي وو.
د القطیف ولایت د یمن سره په پوله کې پروت ولایت دی. په یاد شوي ولایت کې وخت نا وخته په ځانګړې توګه په امنیتي ځواکونو نړي بریدونه کیږي.