افغان حکومت وايي د کابل پروسې په غونډه کې به د سولې په تړاو ملي او بین المللي اجماع را منځته شي او دغه راز سعودي عربستان هم د افغان سولې له بهیره ملاتړ اعلان کړ.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وویل چې په کابل پروسې غونډه کې به طالبانو ته واضح پیغام ور کوي.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا هم وايي یو لړ هڅې یې پېل کړي چې کولی شي تلپاتې سولې ته ورسیږي.
سعودي عربستان په داسې حال کې د افغان سولې خپل ملاتړ اعلان کړ چې حکومت هم سولې ته هیله مندي ښۍۍ.
د ملي امنیت سلاکار د سعودي له ولیعهد سره په کتنه کې دواړو لوریو د سولې په تړاو ګټورې خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادر شاه وویل سعودي عربستان د سولې له بهیره بشبړ ملاتړ اعلان کړی.
په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي هم هیله وښوده چې د کابل پروسې غونډه کې به د سولې په تړاو واضح پلان جوړ او له نړیوالو سره شریک شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالي شورا هم وايي د سولې په تړاو یو لړ ګامونه یې اوچت کړي چې ډیر ژر به یې له ملت سره هم شریک کړي.
خبریال : جمشیدملکزی