سعودي عربستان د داعش ډلې د حملې یو پلان شنډ کړی دی

 

 

سعودي امنیتي چارواکو پر دولتي رسنیو وویل، دوه یمنیان چې په دې هېواد کې یې په مستعارو نومونو ژوند کاوه، غوښتل په ریاض کې د دفاع وزارت پر ودانۍ ځان وژونکې حمله وکړه.

چارواکي وايي، دا کسان او دوه نور مشکوک سعودي اتباع چې په دې حمله کې په لاس لرلو تورن دي هم نیول شوي دي.

د سعودي چارواکو په وینا له تورنو څخه لاسي بمونه او ماشینګڼې ترلاسه شوي دي.

سعودي عربستان د هغه ائتلاف مشري کوي چې د هوايي عملیاتو له لارې د عبدالربو منصور هادي په مشرۍ د حکومت ملاتړ کوي او د هادي حکومت د ایران پلوو حوثي یاغیانو پرضد جنګېږي.

سعودي چارواکو په یوه جلا بیان کې همدا راز ویلي چې په دې هېواد کې د جاسوسانو یوه شبکه یې ړنګه کړې ده.

سعودي رسنۍ وايي، دې ډلې د سعودي پر ضد او د بهرنیو د ګټو لپاره کار کاوه.