د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز شخصي ګارد د ټوپک په ډزو وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، عبدالعزیز الفغم د یوې شخصي نښتې پر مهال وژل شوی او انګېزه یې هم شخصي ستونزه بلل شوې ده.
که څه هم ویل کېږي چې پېښه په جده ښار کې رامنځته شوې خو د ځای او وخت په اړه یې تر اوسه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.