سعودي عربستان :سږ کال ایرانیان هم د حج په مراسمو کې گډون کولی شي

تیره ورځ د سعودي حج وزارت ویلي چې هېواد یې «د ټولو حاجیانو چې هر توکم پورې اړه لري» هرکلی کوي.

د سعودي حکومت اعلان کړی چې ایرانیان کولی شي سږ کال د حج په مراسمو کې گډون وکړي.

د سعودي حکومت په رسمي خبرپاڼه کې راغلي: «د حج وزارت او ایراني سازمان ټول هغه ضروري گامونه پورته کړي چې له مخې به یې ایرانیان وکولی شي، چې د نورو مسلمانانو په څېر، د ۱۴۳۸ کال د حج مراسمو کې گډون وکړي».

د ایران او سعودي ترمنځ د اړیکو له خړپړتیا او ديپلوماتیکي اړیکو له پرېکون وروسته، تېر کال ایرانیانو ونه شوای کولی چې د حج مراسمو کې گډون وکړي.

په نژدې دېرشو کلونو کې په لومړي ځل په ۲۰۱۶ کې ایرانیان د حج له زیارته بې ‌برخې شول.

په نورو کلونو کې شاوخوا شپېته زره ایرانیانو د حج په مراسمو کې گډون کاوه. چې تیر کال د دواړو هېوادونو استازي ونه توانېدل چې موافقې ته ورسېږي.

د سعودي حج وزارت ویلي چې هېواد یې «د ټولو حاجیانو چې هر توکم پورې اړه لري» هرکلی کوي.

د ایران او سعودي اړیکې له هغې وروسته خړې پړې شوې، چې سعودي یو شیعه دیني عالم په دار وځړاوه.

ایرانیانو په غبرگون کې په دغه هېواد کې د سعودي کونسلگرۍ ته اور ورته کړ چې په پای کې دواړو غاړو خپل سفیران وغوښتل.

د حج په مراسمو کې د ایرانیانو نه گډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف بل ټکی و.

د دغو سیاسي اختلافونو پر مهال د ایران مذهبي لارښود سعودي مفتیان «حرام خواره» او «تورمخي لارورکي» یاد کړي وو.

د سعودي عربستان ستر مفتي، عبدالعزیز آل شیخ په غبرگون کې ویلي و چې ایرانیان «مسلمانان نه دي» او د «مجوسیانو بچیان دي».