سعودي عربستان: قطري چارواکو زموږ خبرې تحریف کړې دي

د سعودي عربستان حکومت وايي، دوی له قطر سره هر ډول خبرې اترې ځنډولې دي. د عربي رسنیو د راپور له مخې د سعودي حکومت ویلي، تر هغه چې قطر په خپله تګلاره کې بدلون را نه ولي سعودي عربستان له دوی سره د هیڅ مسئلې په اړه خبرې اترې نه کوي.

تر دې وړاندې قطري رسنیو ویلي وو، چې د قطر امیر د سعودي عربستان له ولیعهد سره خبرې کړې دي او دواړوو لورو د خبرو او مذاکراتو پر سر هوکړه کړې ده.

خو سعودي عربستان وايي چې په دې اړه هېڅ خبرې نه دي شوې او قطري چارواکو ددوی خبرې تحریف کړې دي.