سعودي عربستان له افغانستان سره د اقتصادي پروژو  په برخه کې مرسته کوي

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، ولسمشر محمد اشرف غني سعودي عربستان ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د سعودي عربستان د سوداګرۍ له وزیر ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي سره کتلي او هغه ورسره افغانستان کې د مهمو اقتصادي پروژو د عملي کېدو ژمنه کړې.

ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شنبې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړ او هلته یې د عمرې حج مراسمو له  ادا کولو وروسته ددغه هېواد له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي.

ددغو کتنو په لړ کې یې په دوهمه ورځ ددغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي سره کتلي او ورسره یې افغانستان کې د ځنیو اقتصادي پروژو د علمي کېدو په اړه بحثونه کړي دي.

په هغه اعلامیه کې چې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپره شوې راغلي، چې په دغه لېدنه کې ډاکتر ماجد بن عبدالله اقصبي په افغانستان کې د پانګونې، اقتصادي او سوداګریزې ودې په موخه له افغان حکومت سره په ګډه د مهمو اقتصادي پروژو د پلان او عملي کېدو ژمنه وکړه

اعلامیه زیاتوي چې، افغان ولسمشر په دې لیدنه کې اقصبي ته ویلي چې افغانستان د اسیا د څلور لاري په توګه د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو په برخه کې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې یې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی

ارګ دا هم وایي چې دواړو لورو په ځانګړي ډول د افغاني صادراتو، د برښنا د تولید او د کانونو د را ایستلو په برخو کې پر پانګونې بحثونه کړي دي

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان جان الکوزی وایي چې دې ته په کتو چې سعودي عربستان د خلیج هېوادونو کې یو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی او په نورو هېوادونو کې یې تل لویې پروژې بریالۍ دي، نو د ده په خبره چې په افغانستان کې هم د سعودي پروژې او پانګونه ځانګړی اهمیت لرلی شي