سعودي عربستان ښځو ته دموټر چلولو اجازه ورکړه

د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز تېره شپه د يوه نوي فرمان له مخې ښځو ته د موټر چلولو ورکړې، چې له تېرو څو لسيزو يې حکومت او مذهبي مشرانو مخالفت کاوو.

په شاهي فرمان کې د ښځو موټر چلونې د منعه کېدو زيانونه او د اجازې ورکولو گټې يادې شوي دي.

شاهي فرمان کې دا هم راغلي، چې د سعودي عربستان د سترو علماوو ټولنې فتوا ورکړې، چې «شريعت ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې ده.»

د فرمان له مخې د راتلونکي کال له نيمې وروسته به ښځو ته په عملي توگه د موټر چلولو اجازه‌ليکونه ورکړل شي او په دې اړه د قانون په جوړولو کار پيل شوی دی.

سعودي پاچا په داسې حال کې ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړې، چې څو ورځې وړاندې د يوه شاهي فرمان له مخې سعودي ښځو ته په لوبغالو کې د لوبو د نندارې اجازه ورکړل شوې وه.

د تېرې شنبې په ورځ سلگونه سعودۍ ښځې په لوبغالو کې راټولې شوې وې، هلته يې د موسیقۍ پروگرامونو او اور لوبو کې د گډون پر مهال ځينو ښځو له خپلو ځانونو د سعودي عربستان بيرغونه هم پر ځان تاو کړي وو، چې کلمه طیبه پرې ليکل شوې وه.

په سعودي کې يو شمېر فعالانو او ځينو چارواکو له تېرو څو کلونو راهيسې هڅې پيل کړې وې، چې د ښځو ازادۍ لپاره کار وکړي او د موټر چلولو سربېره په ښوونيزو ادارو، ټولنیزو چارو، کورنۍ خپلواکۍ او په لوبغالو کې د گډون اجازه تر لاسه کړي.