سعودي عربستان کې د شاهي کورنۍ درې غړي نیول شوي

امریکايي رسنۍ وايي، پرون شنبه په دغو نيول شویو کسانو کې شهزاده احمد بن عبدالعزيز السعود هم شامل دی چې د پاچا سلیمان ورور دی.

هغه په ۲۰۱۷ز کال کې د شهزاده محمد بن سلمان د ولي عهدپه توګه د ټاکنې مخالفت کړی وو.

د امریکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د راپور له مخې د شاهي کورنۍ درې کسان شهزاده احمد او د پاچا سلمان وراره او شهزاده محمد بن نايف د سعودي عرب شاهي ساتونکو پرون سهار وختي له خپلو کورونو څخه له هېواد سره د غدارۍ په تورونو نیولي دي.

بلخوا نيو یارک ټايمز ورځپاڼه په دې اړه په خپل راپور کې زیاتوي، چې په نيول شویو کسانو کې د شهزاده نايف کشر ورور شهزاده نواف بن نايف هم شامل دی.

تر دا مهال په دې اړه سعودي چارواکو څه نه دي ويلي.

ولي عهد محمد بن سلمان د واک تينګ ساتلو لپاره يوشمېر پيژندل شوي ملایان، فعالان او همدا رنګه شهزادګان او لوی کاروبارایان هم نيولي دي.