افغانستان او سعودي عرب دوه بېلا بېل قراردادونه لاسلیک کړي دي چې پر بنسټ به یې سعودي عرب افغانستان ته له ګټې پرته ۲۲۰ میلیونه سعودي ریال پور ورکوي.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي په دې پېسو به د کابل د حلقوي سړک یوه برخه او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې ۱۰۰ ښوونځي ودان کړي.
سعودي عرب ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په ترڅ کې د افغانستان د ماليې وزیر محمد همایون قیومي او د سعودي عرب د پراختیايي صندوق د چارواکو تر منځ له ګټې پرته د سعودي لخوا افغانستان ته د پور قراردادونه لاسلیک شوي دي.
د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د همدې قرارداد له مخې به سعودي عربستان افغان حکومت ته د کابل د حلقوي سړک د یوې برخې جوړولو لپاره ۱۸۰ میلیونه ریال ورکوي.