سعودي کې تر برید وروسته بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

سعودي عربستان کې له لومړنیو بریدونو وروسته تېلو زېرموکې د تېلو بیې په چټکۍ سره لوړېږي او په تېرو څلورو میاشتو کې خورا لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د تېلو له سوځېدلو وروسته اوس په نړیوالو بازارنور کې د خامو تېلو د هر بېرل بیه ۱۹ سلنه لوړه شوې او تر ۷۱،۹۵ ډالره پورې رسېدلې ده. په امریکا کې هم له دې پښې وروسته د تېلو بیې لوړې شوې. له دې سره سم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر وکړ، چې په امریکا کې دې د تېلو زېرمې پرانیستل شي او له زېرمو شوو تېلو دې په امریکا کې کار واخیستل شي. له دې سره په امریکا کې د تېلو بیې یو څه کنټرول شوې دي. د سعودي کمپنۍ ارامکو وايي، د دې بریدونو پایله کې ورځنی تولید ۵،۷ میلیون بېرله کم شوي دي.