‏سعودي کې د امریکا په قونسلګرۍ برید شوی

یو وسله وال کس د سعودي عربستان په جدې ښار کې د امریکا په قونسلگرۍ برید کړی او دیادې قونسلګرۍ یو ساتونکی او وسله وال کس وژل شوي دي. د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې پیښې په اړه یې څیړنې پیل کړي او وروسته به یې معلومات له رسنیو سره شریک کړي.