سعودي کې ۲۵ شهزاد‌گان او وزيران د مالي فساد په تور نيول شوي

سعودي رسنۍ وايي، چې د فساد ضد ادارې د ميلياردر وليد بن طلال په گډون د شاهي کورنۍ يوولس شهزادگان، څلور برحاله او لس پخواني وزيران د مالي فساد په تور نيولي دي.

د شاهي کورنۍ دغه غړي او وزيران په داسې حال کې نيول شوي، چې تېره شپه د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز  د ملي ځواکونو مشر قومندان او د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز زوی متعب بن عبدالله له خپلې دندې گوښه کړ.

د رسنيو په وينا د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په امر د وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد کميسيون تېره شپه د دغو شهزادگانو او وزیرانو د نيولو پرېکړه کړې وه او له ۲۰۰۹ کال راهيسې به د دغو چارواکو د مالي فساد دوسيې وڅېړل شي.

د شاهي فرمان له مخې د فساد ضد کميسيون ته واک ورکړل شوی، چې پر هر چا يې د فساد شک راشي، نيولی يې شي او محکمې ته يې معرفي کولای شي.

همدارنگه دغه کميسيون ته واک ورکړل شوی، چې له تورنو کسانو مخامخ څېړنه وکړي، ويې نيسي، د دوی ټول مالي حسابونه معلوم او کنگل کړي او له سفره يې هم منعه کړي.