سلمان خان: خوښ یم، چې شارخ خان زما په فلم کې کار کوي

د هندي سینما ددې دووه وتلو اداکارانو د دوستۍ او سیالۍ په اړه همیشه ضد او نقیض رپوټونه ورکول کیږي؛ خو په دې وروستیو کې سلمان او شارخ په رسنیو کې یو د بل ډیر ملاتړ کوي.

تازه سلمان خان په یوه مرکه کې ویلي، چې خوښ دی، شارخ خان دده په فلم (ټیوب لایټ) کې کار کوي.

شارخ خان به په دې فلم کې په یوه لنډه صحنه کې راښکاره شي.

ټیوب لایټ، چې د سلمان خان ګڼ مینوال ورته په تمه دی، د روانې جون میاشتې په ۲۳ مه خپریږي.

فلم کې د سلمان خان سربیره د هغه ورور سهیل خان، اوم پوري، او چینايۍ اداکارې زوح زوح هم کار کړی.

فلم په ۱۹۶۲ کلونو کې د هندوستان په تاریخي جګړو ولاړ دی.

سلمان خان اوس د خپلې پخوانۍ ملګرې کټرینه کیف سره په ټایګر زنده هی فلم کار کوي.