د باليووډ سینما د سوپرسټار سلمان خان Salman Khan یو آس خوښ شوی و او چمتو و، چې په بولي کې یې په تر ټولو ستر قېمت (لس میلیونه هندۍ کلدارې) واخلي، خو د آس څښتن دې قېمت ته هم غاړه نه ده ایښې او سلمان خان ته یې انکار کړی دی.
دغه مرواري نسل آس چې تور رنګ لري ورځينی مصرف یې ۲ زره هندۍ کلدارې دی او څښتن یې په ساتلو کې ډېره خواري ورسره کوي.
د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، په میلیونونو زړونو باندې د راج کوونکي سلمان خان زړه پر یو آس (پرم ویر) ورغلی دی؛ خو د آس څښتن د لس میليونه هندۍ کلدارو په بدل کې هم دې ته چمتو نه دی، چې خپل آس په سلمان خان وپلوري.
دغه آس سلمان خان په هند کې، د پنجاب ایالت په فرید کوټ سیمه کې د آسونو د ځغلونې په سیالۍ کې لیدلی و او خوښ شوی یې و، چې بیا یې د اخیستلو هڅه یې هم کړې وه، خو د آس څښتن یې پلور ته زړه نه و ښه کړی.
یاد آس د هند د احمد آباد سیمې سره د تعلق لرونکي رنجیت سینګ راټهور دی، چې له ځان سره یې سیالیو ته راوستی و او د سلمان خان په ګډون ګڼو کسانو د آس د تېر رفتار ستاینه کړې وه او خوښ شوی یې و.
د یادونې وړ ده چې سلمان خان له انتیکو شیانو او حیواناتو سره ډېره مینه لري او کوم څه یې چې خوښ شي، کوښښ کوي چې خپل یې کړي. هغه د آسونو د ساتلو ځانګړی شوق لري او ډېری وخت په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو آسونو د ځغلونې د مهال عکسونه او ويډيوګانې له مینوالو سره شریکوي.
کاپي…