سلمان خان د خپل نوي فلم “رادهی” د ریلیز تاریخ اعلان کړ

د باليووډ فلمونو مشهور اداکار سلمان خان د خپل نوي فلم “رادهی” د نندارې ته وړاندې کېدو تاریخ اعلان کړ، چې له ډېر وخت څخه ځنډېدلی و.

نوموړي اداکار د خپل فلم په اړه په انسټاګرام کې پوسټ کړی دی او ويلي يې دي چې د هغه دا ړوی فلم به د کوچني اختر په ورځ ریلیز شي.

سلمان خان څه وخت مخکې هم د دې فلم په اړه ویلي و، چې د اختر په ورځ به په هغه صورت کې فلم ریلیز کېږي، چې کورونا راکمه شي، خو اوس وايي چې فلم يې حتما د مۍ په ۱۳مه نېټه خپرېږي.

په دې فلم کې د سلمان خان سره مشهورې اداکارې دیشا پټاني، رندیپ هوډا او جیکي شروف هم کار کړی دی چې لومړی ټریلر به يې د اپریل په ۲۲مه نېټه خپور شي.

د یادولو وړ ده چې د دې فلم ثبت له کوروتا مخکې پیل شوی و، خو وروسته د کورونا له امله وځنډېده، چې په ګرځبندېز کې د یو څه نرمښت وروسته سلمان خان د دې فلم پاتې کارونه بشپړ کړل.

کاپي هنرستان…