د ٧ مياشتې له کرنټين وروسته د باليووډ مخکښ هنرمند سلمان خان يو ځل بيا د نوي فلم (رادهى – يور موسټ وانټيډ بهايي) لپاره ثبت پيلوي. د دې فلم ثبت به د اکتوبر په دويمه نېټه په کارجات کې په فلم سټوډيو کې پيل شي.
د دې فلم ځينې صحنې او د سلمان خان او ديشا پټاني د نڅا ځينې برخې پاتې دي، راپورونه وايي، چې په کارجات کې به ١٥ ورځې د دې فلم ثبت ترسره شي او له هغه وروسته به د فلم وروستى ثبت په محبوب سټوډيو باندرا کې ترسره شي.
په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د فلم ټيم به د احتياطي تدابيرو سره کار کوي او د کورونا د مخنيوي لپاره به ځانګړي اقدامات ترسره شي. همدا راز د فلم ټول ټيم به د ١٥ ورځو لپاره نږدې په يو هوټل کې پاتې شي او هره ورځ تګ راتګ به نه وي.
د فلم د ټول ټيم د کورونا ټيسټونه هم شوي دي او داسې څوک پکې نشته چې ټېسټ يې مثبت راغلى وي. د ټول ټيم به دويم ټېسټ هم کېږي او همدا راز د احتياطي تدابيرو په تړاو به ورته ځانګړې لارښوونې هم وشي.
همدا راز د فلم د ثبت پر مهال به د ډاکټرانو يو ځانګړى ټيم هم وي او د سلمان خان شخصي ټيم به هم وي.
د فلم شريک پروډيوسر سهېل خان وايي، چې د فلم د ثبت پر مهال به د سنيټيايز لپاره ځانګړي اقدامات وشي او هره ورځ به هر څه سنيټايز کېږي.
د دې فلم ډايريکتر پربوديوا دى، همدا راز له سلمان خان سره په دې فلم کې ديشا پټاني او رنديپ هوډا مرکزي رولونه لوبوي.
د يادولو وړ ده چې سلمان خان د دې تر څنګ د هند د ټلويزيون مشهورې خپرونې (بيګ باس) ١٤م پړاو لپاره هم کار پيل کړى دى، چې په نږدې ورځو کې به دا ټلويزيوني خپرونه هم پيل شي.
کاپي هنرستان…