د هندي سینما وتلي ستوري سلمان خان وروسته له هغې د پاډوماوتي فلم په ملاتړ غږ اوچت کړ، چې دا فلم آن له خپریدو وړاندې د ځينو ننګونو سره مخ شو.
هندوستان کې د راجپت په نوم ډله او د بي جي پي ځينې غړي وايي، چې په (پاډوماوتي) فلم کې د فلم جوړونکو تاریخ په سم ډول نه دې منعکس کړی.
پاډوماوتي د رنویر سنګ، شاهد کپور او ډیپیکا پاډوکون ګډ فلم دی، چې ښاغلي بهانسولي ډاریکټ کړی دی.
فلم د ډیلي د یو پښتون واکمن (علاوالدین خلجي) کیسه کوي، چې څنګه د راجپوت د واکمن په ملکه (ډپیکا) مینیږي او د هغې د لاس ته راوړولو لپاره جګړه کوي.
سلمان خان د فلم په اړه پرون په یوه ټلویزوني مرکه کې ویلي، چې د فلم له لیدو وړاندې د فلم په اړه هر ډول قضاوت ناسم دی. هغه زیاته کړې، چې د فلم د خپرولو یا نه خپرولو اجازه یواځې د هندوستان د فلمونو سانسور اداره لري.
د سلمان خان په باور، ښاغلی بهانسولي ښکلي فلمونه جوړوي او دې ډاډ ورکوي، چې دا فلم به هم مزیدار وي.
سلمان خان خپله هم د یاد ډاریکیټر تر لارښوونې لاندې د خاموشي فلم په شمول ګڼ فلمونه جوړ کړي دي.
ټاکل شوې، چې پاډوماوتي تاریخي ډارمه د راتلونکې ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نیټه خپره شي.